د هلمند دکرنې ریاست؛ د ځنګلونو د پرېکولو په تور یو تن په دیشو ولسوالی کې ونیول شو

mail-admin
Thu, Aug 07 2025 10:08 AM
د هلمند دکرنې ریاست؛ د ځنګلونو د پرېکولو په تور یو تن په دیشو ولسوالی کې ونیول شو

۱۶ زمری ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۳ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۷ هـ.ق
د هلمند په ولایت کې د طبیعي سرچینو او ځنګلونو د خونديتوب په موخه د ځنګلونو د پرېکېدو د بندیز له نافذېدو وروسته، د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د لارښوونې پر بنسټ د طبیعي سرچینو او ځنګلونو څارنه او ارزونه دوام لري.
د همدې لړۍ په دوام، د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د طبیعي سرچینو امریت اړوند دیشو ولسوالی د ځنګلاتو مدیر له لوري، د یادي ولسوالی په بېلابېلو سیمو کې د طبیعي سرچینو د ساتنې او نظارت لړۍ ترسره شوه.
په دې ترڅ کې د لندي په سیمه کې یوتن غاصب هغه مهال ونیول شو، چې د طبیعي ځنګلونو ونې یې په ناقانونه ډول اره کړې وې. نیول شوي کس د قانوني اجراآتو لپاره عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شو.
د هلمند د کرنې ریاست چارواکي وايي، چې د طبیعي شتمنیو ساتنه یې لومړیتوب دی، او د هر ډول ناقانونه قطع، غصب او تخریب پر وړاندې به قاطع اقدامات کوي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS