د بلخ شولګرې ولسوالی کې له ۸۰ یتیمو ماشومانو سره د چرګانو مرسته پیل شوه

user-admin
Wed, Aug 06 2025 9:16 AM
د بلخ شولګرې ولسوالی کې له ۸۰ یتیمو ماشومانو سره د چرګانو مرسته پیل شوه


۱۴ زمری ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۱ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۷ هـ.ق
د بلخ دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست دهڅو او د سولې کلي دفتر د بشردوستانه فعالیتونو د دوام په لړ کې دا ځل د بلخ ولایت شولګرې ولسوالی په ۹ کلیو کې له یتیمو ماشومانو سره د چرګانو مرسته وکړه.
یاده مرسته د بلخ د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست او د شولګرې ولسوالی د کرنیزو خدماتو مدیریت مسؤلینو په حضور کې ترسره شوه. د راپور له مخې، په دې مرحله کې ۴۰ یتیمو ماشومانو ته ۱۴ هګی ورکونکي چرګان، یوه ۴۰ کیلو ګرامه بوجۍ د چرګانو دانه، او نور اړوند وسایل ووېشل شول.
چارواکي وایي چې په یاده سیمه کې شاوخوا ۸۰ یتیم ماشومان سروې شوي وو، چې له ډلې یې ۴۰ تنه له مرستو برخمن شول او پاتې ماشومانو ته به په نږدې راتلونکې کې مرسته ورسول شي.
د بلخ دکرنې ریاست چارواکي دا مرسته د یتیمانو د اقتصادي ملاتړ، د خوراکي توکو د تأمین او د کوچنیو کورنیو د معیشتي وضعیت د ښه والي په موخه مهم ګام بولي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS