د میدان وردګو ولایت په مرکز کې یوشمېر لبنیات پلورونکي وروزل شول

user-admin
Tue, Jul 22 2025 3:28 PM


۳۱ چنګاښ ۱۴۰۴ ه‍.ش
۲۶ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګو ولایت په مرکز میدان ښار کې د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام «یو،ان،ډي،پي» او د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له خوا د لبنیاتو پلورونکو ته تخنیکي روزنه ورکړل شوه.
په دې روزنیز پروګرام کې هغو لبنیاتو پلورونکو ګډون کړی و، چې له مخکې ورته د «یو،ان،ډي،پي»  مؤسسې لخوا د لبنیاتو اړوند مختلف وسایل توزیع شوي وو.
په دغه روزنیز پروګرام کې د «یو،ان،ډي،پي»  مسؤلینو او د کرنې ریاست اړوند د څارویو د روغتیا آمر محمدالله شهیدزي او مل پلاوي ګډون کړی و. ګډونوالو د لبنیاتو پلورونکو ته د شکایتونو د ثبت، ستونزو د شریکولو او د لبنیاتو د ښه پروسس، ساتنې او پلور په اړه لازمي مشورې او تخنیکي لارښوونې ورکړې.
د پروګرام ګډونوالو ته دا سپارښتنه وشوه، چې خپل کارونه په دقت او مسلکي ډول ترسره کړي، تر څو د کیفیت او خدمتونو په برخه کې له هر ډول ستونزو سره مخ نه شي.
همدارنګه هغوی ته هدایت ورکړل شو چې که د لبنیاتو د پروژې د تطبیق په برخه کې له هر ډول ستونزو، اندېښنو، نظرونو، وړاندیزونو یا شکایتونو سره مخ شي، باید لومړی د کرنې ریاست مسؤلینو سره اړیکه ونیسي. د کرنې ریاست مسؤلین ژمنه وکړه چې د ستونزو د حل لپاره به ژر تر ژره لازم ګامونه پورته کوي.
په پای کې، د لبنیاتو پلورونکو د «یو،ان،ډي،پي»  مؤسسې او د کرنې ریاست له ټولو مسؤلینو څخه د زړه له کومې مننه وکړه او دا ډول برنامې یې د خپل کاروبار د پراختیا او د لبنیاتو د کیفیت د لوړولو لپاره ارزښتمنې وبللې.
د میدان وردګو ولایت د کرنې ریاست مسؤلین وایي، چې د لبنیاتو سکتور د پراختیا لپاره به دا ډول روزنیزې برنامې دوام پیدا کړي، ترڅو د ولایت کروندګر، مالداران او لبنیات پلورونکي له لازمو مسلکي مهارتونو برخمن شي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS