پکتیکا کې د چهارمغزو ځنګلونو د بیارغونې په پار هڅې؛ د چهارمغزو زرګونه نیالګي اېښودل کېږي

mail-admin
Sun, Mar 09 2025 12:46 PM
پکتیکا کې د چهارمغزو ځنګلونو د بیارغونې په پار هڅې؛ د چهارمغزو زرګونه نیالګي اېښودل کېږي

۱۹ کب ۱۴۰۳ه‍.ش
۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۶ه‍.ق
دپکتیا دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د کرنې وزارت د پلان پر اساس ددې ولایت د چهاباران او سروضه، ګیان، نګه او زېړوک ولسوالیو کې د  چهارمغزو وځنګلونو د بيا رغونې په موخه په يادو ولسواليو کې د چهارمغزو د نږدې شپږ زره نیالګیو اېښودلو چارې پیل کړي دي.
د پکتیکا دکرنې ریاست د چارواکو په خبره ددغو ځنګلونو د جوړولو په پار ددې ریاست اړوند تخنیکي ټیم یادو ولسوالیو ته د سفر په ترڅ کې د سیمې خلکو او بزګرانو سره په لیدنه کې د چهارمغزو ځنګلونو پر اهمیت خبرې وکړې او بزګرانو ته د چهارمغزو ځنګلونو جوړوول په پار عملي روزنه ورکړل او ترڅنګ یې د چهاباران او سروضې په ولسوالیو کې د چهارمغزو ۲۱۹۰ نیالګي کښېنول. 
د چارواکو په خبره ددې پروګرام په لړ کې به په پاتې نورو ولسوالیو کې هم د چهارمغزو ۳۸۱۰ نیالګي کښېنول شي، چې موخه یې د چهارمغزو ځنګلونو پراختیا ته زمینه برابرول دي.
ددغو نیالګیو د اېښو موخه د سیمې زروغنتیا او سمسورتیا ته زمنیه برابرول، د چاپېریال او هوا د ککړتیا کچه ټیټول او په ټوله کې د چهارمغزو حاصلاتو زیاتول دي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS