د کندهار په ډنډ ولسوالۍ کې د سسي بوټو د ناقانونه انتقال مخه ونیول شوه 

mail-admin
Sun, Mar 09 2025 11:42 AM
د کندهار په ډنډ ولسوالۍ کې د سسي بوټو د ناقانونه انتقال مخه ونیول شوه 

د ملي شتمنیو د ساتنې په موخه د پراخو هڅو په دوام، د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په لارښوونه، د ډنډ ولسوالۍ د کرنې او مالدارۍ مسؤلینو او د ځنګلونو او څړځایونو د ساتنې مسؤلینو د طبیعي، ځنګلي او ریګي بوټو د ساتنې او پرېکولو د مخنیوي لپاره کمپاین ترسره کړ.
د دې کمپاین په ترڅ کې د ډنډ ولسوالۍ د ابراهیم خلیفه بابا په سیمه کې د سسي ریګي بوټو د ناقانونه انتقال مخه ونیول شوه. مسؤلین وایي چې یو شمېر کسانو غوښتل دغه بوټي په غیرقانوني ډول انتقال او وپلوري، خو مسؤلینو په وخت اقدام وکړ او د دې عمل مخه یې ونیوله.
د ډنډ ولسوالۍ د ځنګلونو او څړځایونو د تنظیم مسؤل وایي، چې په دې ولسوالۍ کې د ځنګلونو د پرېکولو د مخنیوي، ساتنې او پوهاوي په موخه څارنې ترسره شوې دي. د دې ترڅنګ، د سیمې اوسېدونکو او مالدارانو ته د ځنګلي بوټو د ارزښت، ساتنې او پرېکولو د مخنیوي په اړه پوهاوی ورکړل شوی دی.
مسؤلینو له خلکو وغوښتل چې د ځنګلونو له پرېکولو ډډه وکړي او د هغوی په ساتنه کې فعاله ونډه واخلي، څو د هېواد ملي شتمنۍ خوندي پاتې شي. هغوی ټینګار وکړ چې هېڅ ډول زیانمن فعالیت ته به اجازه ور نه کړي او د دې برخې د لا ښه تنظیم لپاره نور اقدامات هم ترسره کوي.
د یادونې وړ ده چې د کرنې ریاست په دې وروستیو کې د طبیعي بوټو د قاچاق او پرېکولو د مخنیوي لپاره ګڼ شمېر کمپاینونه ترسره کړي دي. تېره ورځ هم په کندهار سپین بولدک ولسوالۍ کې د ځنګلي بوټو د قاچاق مخه نیول شوې وه.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS