لغمان کې د بڼوالۍ ځنځیري ارزښت د پراختیا د پروژې چارې پیل شوې

mail-admin
Wed, Nov 20 2019 3:26 PM
 لغمان کې د بڼوالۍ ځنځیري ارزښت د پراختیا د پروژې چارې پیل شوې

۲۹ لړم ۱۳۹۸
لغمان کې د «بڼوالۍ ځنځیري ارزښت پراختیا» د پروژې چارې رسماً پیل شوې. دغه پروژه د زېربناوو د ودې او ښه کولو او د بڼوالۍ د محصولاتو د ځنځیري ارزښت په موخه د هېواد په ۱۱ ولایتونو کې پلي کیږي.
په هغه غونډه کې، چې په همدې موخه جوړه شوې وه د لغمان والي محمد اصف ننګ ددغې پروژې په پیل خوښي څرګنده او ډاډ یې ور کړ چې، دوی به دې ولایت کې د کرنې په برخه کې ګڼې نورې پروژې هم پیلوي.
ښاغلي ننګ زیاته کړه، چې دلغمان ټولې پروژې ولس محوره دي اودوی به د بڼوالۍ دغه پیل شوې ستره پروژه هم په ښه ډول بشپړوي.
ددې پروژې لومړی پړاو د ۷۵ میلیونه امریکایي ډالرو په لګښت د کرنې، ابولګولو او مالدارۍ وزارت د پراختیایي اسټراټیژي پر اساس د شپږو کلونو په ترڅ کې د کابل، میدان وردګ، غزني، پکتیکا، پکتیا، خوست، لوګر، ننګرهار، بامیان، کنړ او لغمان په ولایتونو کې پلي کیږي.
دغه پروژه، چې په افغانستان کې د بڼوالۍ د ودې او پراختیا په برخه کې کار کوی، د اسیایي پراختیایي بانک له خوا تمویلیږي.
یاده پروژه د متوازن اقتصادي ودې او ټیکاو په برخه کې اغېزناک تمامیږي، چې عمده اغېزې به یې د بڼوالۍ د تولید د معیاري کولو ترڅنګ بڼوالۍ محصولاتو ته بازارموندنه او د محصولاتو د ارزښت لوړولو په برخه کې دي.
په پام کې ده، چې ددې پروژې له لارې د بازارموندې په برخه کې د وړتیالوړولو له لارې سیمه ییز سوداګرۍ ته وده او پراختیا ورکړل شي، د تطبیقي څېړنو او د غوره کرنیزو توکو په استفادې سره د کرنیزو محصولاتو تولید عصري شي، عصري اومدرنې ګلخونې جوړ شي، د کرنې په برخه کې کرنیز تاسیسات جوړ شي، د افغانستان د بڼوالۍ محصولاتو ته وده ورکړي او تر ټولو مهمه داچې دغو محصولاتو لپاره سوداګریز نوم یا (برنډ) جوړ کړي.

Latest news

Sat, Oct 21 2023 10:33 AM
Background image

د زيتونو حاصلاتو لوړولو په پار د ننګرهار کانال شرکت هڅې 

٢٩ تله ۱۴۰۲ه‍.ش
٦ ربیع‌الثاني ۱۴۴۵ ه‍.ق                                                       
د ننګرهار کانال رياست چارواکي وایي، چې د یاد شرکت د زيتونو حاصلاتو لوړولو په پار هڅې ګړندي. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

BACK TO NEWS