د هېواد شمالي ولايتونو ته د څړځايونو د تثبيت او تنظیم په موخه د ټيمونو د استولو په پار تعقیبي غونډه دائره شوه 

mail-admin
Mon, May 06 2024 3:08 PM
د هېواد شمالي ولايتونو ته د څړځايونو د تثبيت او تنظیم په موخه د ټيمونو د استولو په پار تعقیبي غونډه دائره شوه 

١۷ غویی ۱۴۰۳ه‍.ش
٢۷ شَوّال المُکَرَّم ۱۴۴۵ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ رییس مولوي محمود مظلوم د طبيعي سرچینو لوی رییس مولوي عبدالاحد خليل او مل پلاوي سره يې په خپل کاري دفتر کې غونډه ترسره کړه.
ياده غونډه چې د اراضۍ ریاست په مقام کې د هېواد شمالي ولايتونو ته د څړځايونو د تثبيت او تنظیم په موخه د ټيمونو د استولو په پار جوړه شوې وه د اراضۍ او د طبیعي سرچینو عمومي رياستونو د مسوولينو تر څنګ د دواړو رياستونو يو شمېر سلاکارانو هم ګډون درلود.
په پيل کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د طبيعي سرچینو لوی رییس مولوي عبدالاحد خلیل وويل، څو ورځې مخکې د افغانستان اسلامي امارت د عدليې وزارت د کميسيون څخه کرنې وزارت ته د شمالي ولايتونو د څړځايونو د تثبيت او تنظیم په پار وړاندېزونه شوي ول چې په کې د هرې مرعي ځمکو سکېج، کروکي او څلور اړخه حدود، د هرې مرعي ځمکې کچه، خپل اصلي حالت کې د پاتې کېدو کچې څرګنده ول، د هرې مرعي ځمکې مزروعي کچه، په هره مرعي ځمکه کې د کرنې کيفيت، په هره مرعي ځمکه کې د هستوګنېزو کورونو شمېر، د هستوګنيزو تصرفاتو څخه پرته د نورو تصرفاتو اندازه او کيفيت په ډاګه کول او کمیسیون ته د يادو موضوعاتو راپور استول شامل ؤ.
ورپسې د اراضۍ ریاست لوی رییس مولوي محمود مظلوم د مسوولينو د خبرو اورېدو وروسته وويل، د يادې موضوع په تړاو د تصفيې، کدستر او څړځايونو څانګو څخه په ګډه، لس کسیزه پنځه ټيمونه د هېواد شمالي ولايتونو ته سفر وکړي تر څو هر ټيم د ولايتونو په کچه د څړځايونو د تثبيت او تنظیم په برخه کې خپلې چارې پر مخ يوسي.

ښاغلي مظلوم وويل، د یادو ټيمونو ترڅنګ دې په مربوطه ولايتونو کې د کرنې رياست څخه هم مسلکي کسان باید چې له دې ټيمونو سره په ګډه په دغه پروسه کې ګډون ولري.
نوموړي زياته کړه: «د دغه پروګرام د ښه پلي کولو او د ټیمونو د کار د اسانتياوو په برخه کې مربوطه ولايت او د کرنې رياستونه دې په پوره توګه همکاري وکړي».
په پای کې د اراضۍ لوی رییس اړوندو څانګو ته لارښوونه وکړه، چې په شمالي ولايتونو کې د څړځايونو د تثبيت او تنظیم لپاره دې د هغه کړنلارې څخه استفاده وشي چې د طبیعي سرچینو لوی رياست لخوا په دې اړه ترتيب شوې ده.

Latest news

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

BACK TO NEWS