هلمند کې د ګنیو کر کېله
![هلمند کې د ګنیو کر کېله](https://www.mail.gov.af/sites/default/files/2019-09/70544860_2703673459657237_6807995971339812864_o.jpg)
۲۳ وږی ۱۳۹۸
د نوو بوټیو د پېژندنې په دوام هلمند کې دلومړي ځل لپاره د ګنیو کرکېله ښه پایله ورکړې ده.
دهلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هلو ځلو د کوکنارو د کرکېلې په مقابل کې بزګرو ته د مناسب بدیل پیداکولو په پار د ګنیو کرکېله شوې ده.
د یاد نبات په اړه د بولان په څېړنیز فارم کې څېړنې شوي، چې سږکال په توافقي ډول او راتلونکي کال ته به د ښو پایلو تر ارزونې وروسته په هلمند کې د ترویج په پار وکرل شي.
همدارنګه کرنې اداره پلان لري ترڅو د خصوصي سکتور په مټ راتلونکي کې د ګنیو د پروسس ماشینري برابره کړي او په دې برخه کې به بزګر او سوداګر سره وصل شي، په دې سره به بزګر د ګنیو کرلو ته وهڅیږي او له مخې به یې اقتصاد پیاوړی شي، چې راتلونکې کې به د ګنیو کرکېله په دې ولایت کې ترویج او تکثیر شي.
ګنی د خوند تر څنګ روغتیایي ګټې هم لري، چې په هېواد کې د ګوړې او شربت جوړولو په برخه کې ترې ګټه اخیستل کیږي.