د هلمند د انارو سږنۍ حاصلات ۲۴ زره او ۴۶۵ ټنو ته رسیږي
![د هلمند د انارو سږنۍ حاصلات ۲۴ زره او ۴۶۵ ټنو ته رسیږي](https://www.mail.gov.af/sites/default/files/2019-09/69924466_2680815748609675_9174371403514773504_n.jpg)
۱۱ وږی ۱۳۹۸
د هلمند د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې ددې ولایت د انارو سږنۍ حاصلات د کمیت او کیفیت له پلوه ښه او ډېر شوي دي. یاد ریاست وایي، چې ددې ولایت په یو زر او ۱۶۵ هکټاره ځمکه کې د انارو بڼونه جوړ شوي دي، چې هر هکټار یې ۲۱ټنه حاصل ورکوی او په دې سره به د هلمند د انارو سږنۍ حاصلات ۲۴ زره او ۴۶۵ ټنو ته ورسیږي.
د هلمند دکرنې رییس زلمی الکو وایي، چې د کرنې ریاست په هلوځلو د خصوصي سکټور پرمټ په دې ولایت کې د انارو پر ۱۷ ډولونو څېړنې تر سره شوي دي، چې لومړنۍ پایلې یې ښې او مثبتې ارزول شوي دي.
د انارو دغه ۱۷ ډولونه، چې پرې څېړنې شوي په ډېر لنډ وخت کې مېوه نیسي، ونې یې ټېټې او د ښه کمیت او کیفیت لرونکي دي.
ښاغلی الکو وویل، د هلمند دکرنې ریاست په پام کې لري، چې سږکال هم ددې ولایت بڼوالو او ځمکوالو ته له ۳۰۰ تر ۵۰۰ جریبه د انارو نوی بڼونه جوړ کړي او ددغو جوړېدونکو بڼونو نیالګي به د اصلاح شویو نیالګیو د روزنې له نرسریو پېرې او د بڼوالو او ځمکوالو په واک کې به یې ورکوي.