۹۹یم کال کې، نږدې دوه زره ټنه سویابین تولید شوي

content_admin
Sun, Apr 25 2021 5:44 PM
۹۹یم کال کې، نږدې دوه زره ټنه سویابین تولید شوي

۵ غویی ۱۴۰۰
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست شمېرې ښيي، چې په ۱۳۹۹یم کال کې د هېواد په کچه یوزرو ۹۹۷ مټریک ټنه سویابین تولید شوي دي. کاپیسا د ۹۳۰ ټنو په تولید سره تر ټولو ډېر تولید درلود. په دې ولایت کې تېرکال په ۶۲۰ هکټاره ځمکه سویابین کرل شوې وه.
د سویابینو په تولید کې بلخ، هرات، ننګرهار، پروان، تخار، بغلان، کندز، لغمان او هلمند هم مهمه ونډه لري.
په ټولیزه توګه د هېواد په کچه په یوزرو ۶۲۴ هکټاره ځمکه سویابین کرل شوې وه.
سویابین بشپړه پروتیني او مغذي مواد لري او د کورنیو په روغتیا په ځانګړي ډول د ماشومانو د خوارځواکۍ په مخنیوی کې رغنده رول لري.
د سویابینو کرکېله په ۲۰۰۳ ام کال کې دود شوې ده، چې اوس په یو مهم کرنیز توکي بدل شوې او د هېواد په ډېرو ولایتونو کې کرل کېږي. د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د سویابینو د ترویج او پراختیا په پار په مرکز او ولایتونو کې بزګرانو ته د سویابینو ننداریزې کروندې هم جوړکړي دي.

Latest news

Sat, Oct 21 2023 10:33 AM
Background image

د زيتونو حاصلاتو لوړولو په پار د ننګرهار کانال شرکت هڅې 

٢٩ تله ۱۴۰۲ه‍.ش
٦ ربیع‌الثاني ۱۴۴۵ ه‍.ق                                                       
د ننګرهار کانال رياست چارواکي وایي، چې د یاد شرکت د زيتونو حاصلاتو لوړولو په پار هڅې ګړندي. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

BACK TO NEWS