لغمان کې د نیالګیو اېښودو کمپاین پیل شو

mail-admin
Wed, Jan 27 2021 4:30 PM
لغمان کې د نیالګیو اېښودو کمپاین پیل شو

۸ سلواغه ۱۳۹۹
د لغمان دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې په دې ولایت کې د نیالګیو کېنولو کمپاین پیل شوی دی.
یاد کمپاین، چې د لغمان له پوهنتون څخه پیل شوی دی، په پیل غونډه کې یې د لغمان مرستیال والي شهزاده مظلومیار، د کرنې رییس محمدجمیل خوشحال او ددې ولایت یوشمېر نورو سیمه ییزو چارواکو ګډون درلود.
د لغمان د کرنې رییس محمد جمیل خوشحال وایي، چې د چاپېریال ساتنې ادارې، مهترلام ښاروالۍ او پوهنتون ریاستونو سره په همغږۍ د نیالګیو اېښود کمپاین په لاره اچول شوې ده، چې په ترڅ کې به یې سږکال د لغمان په ولایت کې لسګونه زره نیالګي کېنول شي.
د لغمان مرستیال والي شهزاده مظلوم یار د نیالګیو کېنول د هېواد سمسورتیا او ښېرازې په پار اړین وبلل او د لغمان ولایت له ولسونو وغوښتتل، په خپلو کورونو، بڼونو او باغچو کې دې نیالي کېنوي او د خپل چاپېریال په زرغونتیا او ابادولو کې دې خپل رول اداء کړئ.
د لغمان د کرنې ریاست ددې ولایت له خلکو غواړي، چې په دې کمپاین کې ونډه واخلي او د ونو او نیالګیو ساتنې او څارنې ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

Latest news

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

BACK TO NEWS