ننګرهار کې د کوچنیو کاروبارونو د پراختیا په موخه ۶۷ کسانو ته دوه ورځنی روزنیز ورکشاپ پیل شو

mail-admin
Wed, Nov 18 2026 3:34 PM
ننګرهار کې د کوچنیو کاروبارونو د پراختیا په موخه ۶۷ کسانو ته دوه ورځنی روزنیز ورکشاپ پیل شو

۲۷ لړم ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الثانی ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د افغانستان لپاره د هالینډ کمېټې په تخنیکي همکارۍ او د کرنې نړۍوال پراختیایي صندوق «آی‌اف‌اې‌ډي»په مالي ملاتړ، د ننګرهار او کونړ ولایتونو ۶۷ تنو وترنر ډاکټرانو او کوچنیو کاروباریانو ته د کوچنیو کاروبارونو د پراختیا په موخه دوه ورځنی روزنیز ورکشاپ پیل شو.
د افغانستان لپاره د هالینډ کمېټې د ختیځ زون مسؤل ډاکټر رحیم الله سلیمي د ورکشاپ پر ارزښت او موخو خبري وکړي، او وي ویل هڅه کوي چې د ختیځ زون په کچه د لبنیاتو او حیواني فرعي محصولاتو کاروباریانو ته د کاروبار د پراختیا، نويو تخنیکونو او اغېزمنو کاري لارو په برخو کې لازمې روزنې وړاندې کړي، څو د هغوی کاروبارونه پیاوړي او اقتصادي فعالیتونه یې پراخ شي.
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د پلان، همغږۍ او خصوصي سکتور پراختیا لوی مدیر انجینر عطاالحق بشري د یاد ورکشاپ د جوړېدو له امله د هالینډ کمېټې له مسؤلینو مننه وکړه. نوموړي د کاروبارونو پر اقتصادي ارزښت او د حیواني محصولاتو پر اهمیت خبرې وکړې او ګډونوالو ته یې د خپلو کاروبارونو د پرمختګ، کیفیت لوړولو او بازارموندنې په برخه کې اړینې سپارښتنې او لارښوونې وکړې.
دغه دوه ورځنی روزنیز پروګرام د استاد سید عثمان روشن له لوري پر مخ وړل کېږي، چې پکې ګډونوالو ته د کاروبار د پراختیا، د حیواني محصولاتو پروسس، د سوداګریزو پلانونو جوړولو، بازارموندنې، د مشتریانو جلبولو، د باکیفیته محصولاتو برابرولو او نورو اړوندو برخو کې روزنه ورکول کېږي.
د یادونې وړ ده، چې د دې پروګرام په لړ کې له یو شمېر کوچنیو کاروباریانو سره د حیواني فرعي او لبنیزو محصولاتو د پروسس وسایل، همدارنګه د وترنرۍ کلینیکونو لپاره د مالدارۍ د خدمتونو د پیاوړتیا په موخه د اړینو وسایلو او درملو مرسته هم شوې ده.
د دې روزنیز پروګرام موخه د کوچنیو کاروبارونو د ظرفیت لوړول، د حیواني محصولاتو د کیفیت ښه کول، د بازارموندنې پیاوړتیا او د مالدارۍ په سکتور کې د اقتصادي فعالیتونو پراختیا ده.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS