د کرنې وزیر د فاریاب ولایت د کرنې ریاست له چارواکو او کارکوونکو سره وکتل

mail-admin
Mon, Nov 16 2026 2:53 PM
مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری امارت اسلامی افغانستان  در جریان سفرش به ولایت فاریاب با رئیس، مسئولان و کارمندان ریاست زراعت، آبیاری و مالداری این ولایت دیدار و گفتگو کرد.

۲۵ لړم ۱۴۰۵ هـ.ش
۵ جُمَادَى الثانی ۱۴۴۸ هـ.ق
د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري فاریاب ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له رییس، مسوولینو او کارکوونکو سره وکتل او خبرې اترې یې وکړې.
په دې لیدنه کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر د اداري او تخنیکي چارو پر خپل وخت او مسوولانه ترسره کولو خبرې وکړې او د اداري اصولو پر رعایت، کاري ژمنتیا، د بېلابېلو برخو ترمنځ پر همغږۍ او مراجعینو ته د مناسبو خدمتونو پر وړاندې کولو یې ټینګار وکړ.
نوموړي همدارنګه له مسوولینو او کارکوونکو وغوښتل، چې د خپلو سپارل شویو دندو په ترسره کولو کې لا ډېرې هڅې وکړي او د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ سکټور د ودې او پراختیا او کروندګرو او مالدارانو ته د غوره خدمتونو وړاندې کولو په برخه کې لازم اقدامات ترسره کړي.
په دې لیدنه کې د فاریاب ولایت د کرنې ریاست مسوولینو او کارکوونکو هم د خپلو کاري مسوولیتونو پر اغېزمن ترسره کولو او د کرنې وزارت د رهبرۍ د لارښوونو پر پلي کولو ټینګار وکړ.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS