د کرنې وزارت مرستیال اوزبیکستان ته د خپل رسمي سفر په درېیمه ورځ د تولیدي، پروسس او کرنیزو او مالدارۍ فارمونو څخه لیدنه وکړه

qiam_amin
Wed, Nov 11 2026 12:48 PM
د کرنې وزارت مرستیال اوزبیکستان ته د خپل رسمي سفر په درېیمه ورځ د تولیدي، پروسس او کرنیزو او مالدارۍ فارمونو څخه لیدنه وکړه

۲۰ لړم ۱۴۰۵ هـ.ش

۳۰ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق

د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني اوزبیکستان جمهوریت ته د خپل رسمي سفر په درېیمه ورځ، د مل پلاوي په ملتیا، د دغه هېواد د اندیجان ښار او د اندیجان ولایت د بوستان، الیتن‌کول، شهرخان او بالیقچي ولسوالیو له یو شمېر مهمو تولیدي، پروسس، کرنیزو او مالدارۍ مرکزونو څخه لیدنه وکړه.

د دغو لیدنو په ترڅ کې، پلاوي د بزګر بازار، د پنبې د پروسس فابریکې، د جرابو د تولید فابریکې، د شېدو د پروسس فابریکې، د مالدارۍ او چرګانو روزنې فارمونو، د چرګانو د محصولاتو د پروسس مرکز، د کبانو روزنې فارم او د دلمه مرچو له تولیدي شنوخونو څخه لیدنه وکړه.

د دغو لیدنو پر مهال د بازار د تنظیم او کرنیزو محصولاتو د مستقیمې عرضې، د خامو موادو د پروسس او وروستیو محصولاتو د تولید، د مالدارۍ او چرګانو روزنې فارمونو د معیاري مدیریت، د لبنیاتو د کیفیت ساتنې، د کبانو روزنې د پراختیا او په شنوخونو کې د تولیدي لارو چارو په اړه ارزونه وشوه.

همدارنګه، افغان پلاوي د یادو مرکزونو له مسؤولینو او متخصصینو سره د نوې ټکنالوژۍ د کارونې، د تولیدي ظرفیت لوړولو، د ارزښت‌زیاتونې، د پروسس کوونکو صنایعو د پراختیا، بازارموندنې او بازار ته د محصولاتو د منظمې عرضې ځنځیر د رامنځته کولو په اړه بحث او د نظرونو تبادله وکړه.

دغه لیدنې د کرنې، مالدارۍ، د محصولاتو د پروسس او اړوندو صنایعو په برخو کې د ازبیکستان جمهوریت له عملي تجربو سره د بلدتیا په موخه ترسره شوې، چې په ترڅ کې یې د یادو برخو د ظرفیتونو، معیاري تولیدي لارو چارو او پراختیايي میتودونو په اړه د لا زیاتو معلوماتو ترلاسه کولو زمینه برابره شوه.

په دغه سفر کې د مالدارۍ او حیواني روغتیا لوی رییس مفتي ذاکرالله ذاکر، د ترویج لوی ریاست تخنیکي سلاکار ډاکټر روح‌الله فضلي، د کرنې خونې مرستیال حاجي میرویس حاجي‌زاده او د افغانستان د کرنې او مالدارۍ خونې د اړیکو رییس حاجي امید حیدري هم د کرنې وزارت له مرستیال سره ملتیا کوي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS