د خوست جوارسل څېړنیز فارم څخه د متخصصینو لیدنه؛ د غنمو اصلاح او نباتي ناروغیو پر څېړنو ټینګار وشو

mail-admin
Wed, May 13 2026 8:34 AM
د خوست جوارسل څېړنیز فارم څخه د متخصصینو لیدنه؛ د غنمو اصلاح او نباتي ناروغیو پر څېړنو ټینګار وشو

د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو چارو آمریت اړوند د څېړنو لوی مدیریت په چوکاټ کې، د جوارسل څېړنیز فارم څخه د څېړنو انسټیټوټ ریاست راغلي تخنیکي پلاوي لیدنه ترسره شوه.
یاده لیدنه د فارم د روانو څېړنیزو فعالیتونو د ارزونې، د علمي چارو د څارنې او د تخنیکي همغږۍ د لا پیاوړتیا په موخه ترسره شوې وه، چې په ترڅ کې یې محمد افضل قریشي د غنمو د اصلاح متخصص او اسدالله میاحیل د صنعتي او پالېدونکو نباتاتو د امراضو متخصص ګډون درلود.
راغلو متخصصینو د فارم له بېلابېلو برخو څخه هر اړخیزه لیدنه وکړه، چې پکې د غنمو د بریډر تخمونه، هستوي غنم، د اصلاح تجربې، او د نباتي امراضو اړوند بېلابېلې څېړنیزې تجربې شاملې وې.
همدارنګه، یاد پلاوي د خوست تخنیکي ټیم او متخصصینو سره د نباتي امراضو د سکورینګ (ارزونې)، د غنمو د اصلاح تجربو د معلوماتو راټولولو، د مناسب ورایټیو ټاکنې، د پروجیني د کښت طریقو او نورو مهمو علمي او تخنیکي موضوعاتو په برخه کې لازمې مشورې او همکارۍ وړاندې کړې.
راغلو متخصصینو د جوارسل څېړنیز فارم ترسره شوي فعالیتونه، روانې څېړنې او کرل شوي نباتات مثبت وارزول او د فارم د کارکوونکو او متخصصینو هڅې یې وستایلې.
دوی ټینګار وکړ، چې دا ډول تخنیکي لیدنې د څېړنیزو چارو د پیاوړتیا، د علمي همغږۍ د پراختیا او د کرنیزو تولیداتو د کیفیت د لوړوالي لپاره مهم رول لري.

Latest news

Sat, Feb 01 2025 11:27 AM
Background image

ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو فارمونو کې د مېوو بڼونه جوړ کړي 

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو څلور ګونو فارمونو کې د مالټو، زيتونو، ليمو، خرما او نورو مېوو بڼونه جوړ کړي دي.  
دغه کرنيزه پروژه،. . .

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

BACK TO NEWS