د هلمند نادعلي کې د اوبولګولو د یوې کانال د رغولو چارې بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

content_admin
Mon, Dec 16 2019 1:40 PM
 د هلمند نادعلي کې د اوبولګولو د یوې کانال د رغولو چارې بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو


۲۵ لېندۍ ۱۳۹۸
د هلمند د کرنې اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له خوا ددې ولایت د نادعلي ولسوالۍ د ځنګل په سیمه کې د اوبولګولو د یوې کانال د رغولو چارې بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د هلمند د کرنې ریاست چارواکي وایي، دغه کانال چې ټولیز اوږدوالی یي ۹۲۳ مترو ته رسیږي درې زره جریبهکرنیزې ځمکې خړوبوي.
ددې پروژې ټولیز لګښټ ۱۳میلیونه، ۳۰ زره او ۶۸۰ افغانۍ ده.
د اوبولګولو دیاد کانال د جوړولو په ترڅ کې د سیمې یو شمېر اوسیدونکو ته د کار زمینه هم برابره شوې وه. د یادونې وړ ده، چې د یاد کانال په جوړولو سره به د اوبو په ضایعاتو کې د پام وړ کمښت راشي او د کروندګرو د حاصلاتو د لوړېدو لامل به هم شي. یاد کانال ۴۰ سلنه د اوبو له ضایعاتو څخه مخنیوی کوی او همداراز د هغو ځمکو کرنیز محصولات به هم ۲۰ سلنه لوړ شي چې، د دې کانال له لارې خړوبیږي.

Latest news

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

BACK TO NEWS