بلخ کې د پسرلني سېلابونو پر زیانمنو کسانو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ووېشل شول

۱۱ لړم ۱۳۹۸
د بلخ ولایت د شولګرې، خلم او چمتال ولسوالیو پر هغو څلور زره او ۳۰۰ بزګرانو چې د پسرلني سېلابونو له امله یې کروندې خرابې شوې وې؛ د کرنې وزارت په همکارۍ د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان «FAO» له خوا د غنمو ۲۱۵ ټنه اصلاح شوي تخمونه او ۴۳۰ ټنه کیمیاوي سرې په وړیا توګه ووېشل شوه.
د بلخ د کرنې رییس محمدسالم ساعي او د «FAO» د شمال زون مسوول ضیا اریا د خلم ولسوالۍ ته تللي او د «OCHA»د ستازي پبه شتون کې، چې له نیویورک څخه د بلخ د بزګرانو د وضعیت د لیدنې په پار راغلی وو د اصلاح شویو غنمو او کمییاوي سرو د ووېش لړۍ یې وکتل.
په دې برنامه کې د خلم ولسوالۍ یوزر او ۴۳۳ بزګران د چوپړونو تر پوښښ لاندې ونیول شول، چې پر هر یوه بزګر د غنمو یو ۵۰ کیلو یې بوجۍ، یوریا او «DAP» سره وېشل شوي دي.