تېر یوه کال کې د بادرنګو تولیدات زیات شوي دي

naim.rezai
Tue, Jul 13 2021 4:32 PM
تېر یوه کال کې د بادرنګو تولیدات زیات شوي دي

۲۲ چنګاښ ۱۴۰۰
د کرنې وزارت د چارواکو او فارم لرونکو د مالوماتو پر اساس، سږکال د بادرنګو تولیدات زیات شوي دي او ښه بازار هم لري.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د شمېرو له مخې، د وروستي یوه کال په ترڅ کې د هېواد په کچه ۱۸۰ زره او ۸۶۱ مټریک ټنه بادرنګ تولید شوي دي.
د بادرنګو په تولید شوې شمېره کې، دواړه ډوله د ګلخونو بادرنګ (۵۴ زره او ۱۳۸ کیلوګرام) او په ازاد ډول کرل شوې (۱۲۶ زره او ۷۲۳ کیلوګرامه) بادرنګ شامل دي.
 په وروستیو څو کلونو کې دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت په ملاتړ د خصوصي سکټور له خوا د هېواد په کچه ډېر شنې خونې جوړ شوي دي، ددغو شنوخونو له ډې ډېری یې بادرنګ تولیدوي.
د یادو شنوخونو محصولات په کورنیو بازارونو کې د وېش ترڅنګ له هېواده بهر هم صادرېږي. د کرنې وزارت د شمېرو له مخې تېرکال افغانستان د شپږ میلیونه او ۶۸۴ زره او ۷۴۷ امریکایي ډالرو په ارزښت ۵۰ میلیونه او ۸۳۱ زره او ۳۴۲کیلوګرامه بادرنګ پاکستان، تاجکستان او عربي متحده اماراتو ته صادر کړي دي.
بادرنګ د هېواد په ۲۹ ولایتونو کې توليدېږي، خو فراه د ۹۲ زره او ۶۱۳ مټریک ټنو په تولید، هلمند د ۴۶ زره او ۴۰ مټریک ټنو او هرات د ۱۱ زره او ۶۵۷مټریک ټنو په تولید سره په ترتیب سره د هېواد په کچه د بادرنګو درې ستر تولیدوونکي ولایتونه دي.
سږني وچکالۍ ته په کتو بزګران په خلاصه فضا کې د کرکېلي له ډلې د بادرنګو د کرکېلي پرځای، چې ډېرې اوبو ته اړتیا لري، په شنوخونو کې د بادرنګو کرکېلي ته مخه کړه.
د فراه د کرنې رییس عبدالمنان متین وایي، چې د وچکالۍ له وجې ددې ولایت ډېری کروندګر په شنوخونو کې کرکېله کوي، په همدې موخه ددې ولایت د بادرنګو سږني تولیدات ۱۰ سلنه زیات شوي دي.
هغه وویل، چې بادرنګ په کورنیو بازارونو او بهر کې ښه بازار هم لري.
دکرنې وزارت د احصایې او مالوماتو ریاست د اطلاعاتو پر بنسټ په کورنیو بازارونو کې هر کیلو بادرنګ له ۱۹ تر ۳۶ افغانیو خرڅېږي.
دکابل په دشت برچې کې د بادرنګو یو فارم لرونکی ابراهیم یاوري وايي، سربېره پردې چې سږني پسرلني سړه هوا د ده د تولیداتو د ټیټوالي لامل شوی دی، خو د بادرنګو بازار څخه رضایت لري.
هغه وایي:«تېرکال مو د فارم محصول ښه و او په لوړه بیه خرڅېده، خو د پسرلي په پیل کې د سړې هوا له وجې سږکال مو د فارم محصول کم شوي دي. د تېرکال په پرتله زموږ د فارم په عوایدو کې کوم بدلون نه دی رامنځته شوي، ځکه تېرکال بیه ټیټه وه او سږکال محصول ټیټه ده.»
پاکستان ته د بادرنګو یو صادرکوونکی کربلایي غلام وایي، چې هغه د دشت برچې له شنوخونو راټول شوي، د ورځې نږدې ۳۱۵ مټریک ټنه بادرنګ پاکستان ته صادروي.

Latest news

Sat, Oct 21 2023 10:33 AM
Background image

د زيتونو حاصلاتو لوړولو په پار د ننګرهار کانال شرکت هڅې 

٢٩ تله ۱۴۰۲ه‍.ش
٦ ربیع‌الثاني ۱۴۴۵ ه‍.ق                                                       
د ننګرهار کانال رياست چارواکي وایي، چې د یاد شرکت د زيتونو حاصلاتو لوړولو په پار هڅې ګړندي. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

BACK TO NEWS