د اوبو د زیرمو د پراختیا پروژه-ارغنداب

mail-admin
پروژه توسعه منابع آب-ارغنداب

د افغانستان اسلامي جمهوریت

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت

د اوبو د زیرمو د پراختیا پروژه-ارغنداب

تمویل کوونکی:    آسیایې پراختیايې بانک (ADB)

د پروژې موده:    2026-2020

بودجه:             67.94 ملیونه آمریکایې ډالره

د پروژې اساسي موخې:  د فقر کمول، د دندو را منځته کول او د ناخالص کورنۍ تولید پراختیا         

د پروژې لنډه پیژندنه:

افغانستان یو جګړه ځپلی او لږ پرمختللی هېواد دی. په کال 2016 زیږدیز کې د فقر کچه 55 سلنه وه په داسي حال کې، چې 44.6 سلنه خلګ د خوړو په برخه کې له ستونځو سره مخامخ ول. د نړیوال بانک د 2017 زیږدیز کال د راپور له مخي د 2011 او 2016 زیږدیز کلونو ترمنځ د هېواد اوسط کلنی ناخالص تولید 610 ډالره وه، چې د 186 هیوادونو په کتار کې 167 ام مقام درلود. د افغانستان اسلامي جمهوریت کې اوبو ته لاسرسی موسمي، نامنظم او  د پرلپسې او سختي وچکالۍ سره مخ دي، کوم چې په کرنه، د ژوند معیارونو او ځایې اقتصاد باندي تاثیر لري. په کندهار کې په اوسط ډول کلنی باران 176 ملی متره ده. د کرنې په برخه کې د دودیزو میتودونو څخه ګټه اخیستل او معتبرو اوبو ته د لاسرسي نشتوالی ددې سبب شوی، چې کرنیز محصولات د قناعت وړ پایله ورنکړي. د اوړي تودوخه، ټیټ رطوبت او د اپریل او نومبر په میاشتو کې د باران کمښت ددې سبب کیږي ترڅو کرنیز محصولات ښې پایلي ونلري نو له همدې امله د ارغنداب فرعي حوزه او کندهار سیمه کې د اوبو د سرچینو د اداره کولو لپاره دا ځل آسیايې پراختیایی بانک د ۱۳۹۸ لمریز کال د زمري په میاشت کې د افغانستان اسلامي جمهوریت ته د 67.94 ملیونه آمریکایی ډالرو په ارزښت یوه بله پروژه د «اوبو د زیرمو د پراختیا پروژه-ارغنداب» تر نوم لاندي منظوره کړه. دا پروژه اوبو ته د لاسرسي د پراختیا او د اوبو د مدیریت په برخه کې د ارغنداب په فرعي حوزه او د کندهار په سیمه کې په دې برخو کې کار کوي. (الف) د دهلې بند د ذخیرې د ظرفیت او ارتفاع لوړول (ب) د بند وروستیو برخو کې د اوبولګولو د زیرمو پراختیا او (ج) له کرنیزو اوبو څخه اعظمي ګټه اخیستنه او په کرونده کې د بزګرانو څخه ملاتړ ترڅو کرنیز محصولات لا پرمختګ وکړې او د اوبو د مدیریت په برخه کې موسسات لا نور هم غښتلي شي.

د پروژې موخه:

 دا پروژه د ارغنداب په فرعي حوزه او د کندهار په سیمه کې د اوبو د مدیریت په برخه کې (الف) د دهله بند د ارتفاع یا لوړوالي په زیاتولو سره د یاد بند د ذخیرې ظرفیت لوړول (ب) د اوبو ډیرول او د بند وروستیو برخو ته د اوبو رسول (ج)  له کرنیزو اوبو څخه اعظمي ګټه اخیستنه او په کرونده کې د بزګرانو څخه ملاتړ ترڅو کرنیز محصولات لا پراختیا ومومي او همدارنګه د پروژې بله موخه د دندو رامنځته کول او د ناخالص کورنۍ تولید پراختیا ده، چې پایله یې د ارغنداب په حوزه او د کندهار په سیمه کې د اوبو ښه مدیریت او له اوبو څخه اعظمي ګټه اخیستنه ده. یاده پروژه څلور اساسي برخې تر پوښښ لاندي راولي.

  1. د دهله بند د ظرفیت لوړول
  2. د کرنیزو اوبو د پام وړ زیاتوالی
  3. له کرنیزو اوبو څخه اعظمي ګټه اخیستنه
  4. د اوبو د مدیریت په برخه کې د ظرفیت لوړول

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د پروژې د «کرنیزو اوبو څخه ګټه اخیستنه» د برخې مسئولیت لري. په داسي حال کې چې نوري برخې د نورو وزارت خونو لخوا پلي کیږي. دا پروژه د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت اړوند د آسیايې پراختیايې بانک د پروګرام مرکزي دفتر (CPMO) په چوکات کې پلي کیږي. یاده پروژه د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست کې ساحوي دفتر جوړوي.

د دهله بند چې په 1952 زیږدیز کال کې رغول شوی ده،  د 55 متره لوړوالي او 535 متره اوږدوالي په درلودلو سره په افغانستان کې دویم غټ بند ده. دا بند د شاه ولی کوټ په سیمه کې موقعیت لري، چې دکندهار ولایت شمال ختیځ لوري ته په څلویښت کیلو مترۍ کې پروت ده. ددې بند د طراحي ظرفیت 478 متر مکعبه اوبه دي، چې د ارغنداب د اوبو سیستم (AIS) وروستې برخې تر پوښښ لاندي راولي او اوبه د اوبولګولو پنځه پنځوس ټولنو باندي ویشل کیږي او همدارنګه د اوبو لګولو شپږ نوري ټولنې شتون لري، چې د کندهار ولایت د مرکز په شمول شپږ ولسوالۍ تر پوښښ لاندي راولي.

د پوښښ ساحه:

 دا پروژه د شاه ولي کوټ، ارغنداب، ډنډ، دامان، پنجوايې، میوند، ژړۍ او د کندهار مرکز ساحه تر پوښښ لاندي راولي.

د ۱۳۹۹ لمریز کال مالي پلان:

  • په مرکز او کندهار ولایت کې د پروژې لپاره د کارکوونکو ګمارل
  • د ولایتي دفتر ترمیم او همدارنګه ددې دفتر لپاره د مالوماتي تکنالوژې د وسایلو پیرل
  • د پروژې لپاره د یو مشورتي شرکت (ISC) ګمارل
  • د پروژې د فعالیتونو په اړه بزګرانو، کرنیزو سوداګرو او ټولو ښکیلو خواوو ته د پوهاوي ورکشاپونه دایرول

د پروژې ساحوي دفترونه او د اړیکو شمیرې:

د اوبو د مدیریت د پراختیا پروژه-ارغنداب د کندهار په ولایت کې فعالیت کوي.

۱ـ د پروژې مرکزي مسئول

انجنیر محمد علی منندوی

د اړیکي شمیره: 0700 30 14 80

بریښنا لیک:  ali.manandoi@mail.gov.af

۲ـ په کندهار کې ساحوي دفتر

ساحوی مسئول: احسان الله پشتون

د اړیکي شمیره: 0708 33 22 10

بریښنالیک:    ehsanullahpashtoon@gmail.com