د ننګرهار بټي کوټ کې د بر چهاردي کانال د پاک کارۍ چارې بشپړې شوې

mail-admin
Thu, May 14 2026 9:49 AM
د ننګرهار بټي کوټ کې د بر چهاردي کانال د پاک کارۍ چارې بشپړې شوې

۲۴ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۷ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ، د افغانستان د کلیود بیا ودانولو  مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د «کورډیډ» په مالي ملاتړ، د بټي کوټ ولسوالی د بر چهاردي کانال د پاک کارۍ چارې بشپړې شوې.
یاد کانال اته کیلومتره اوږدوالی لري، چې د پاک کارۍ له بشپړېدو سره سم د سیمې کرنیزو ځمکو ته د اوبو رسولو بهیر منظم شوی او د اوبو ضایعات کم شوي دي. همداراز، په دې پروژه کې ګمارل شویو کاریګرو ته د کار په بدل کې نغدې پیسې هم ورکړل شوې.
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد وویل، چې په یاده پروژه کې ۵۷ تنو ته د کار زمینه برابره شوې وه، چې هر کاریګر ته د شلو ورځو کار په بدل کې ۶۰۰۰ افغانۍ ورکړل شوې دي.
نوموړي زیاته کړه، د بر چهاردي کانال د پاک کارۍ له امله اوس مهال ۱۳۰۰ جریبه کرنیزې ځمکې ته اوبه په منظم ډول رسېږي، چې دا چاره به د حاصلاتو په زیاتوالي او د بزګرانو د ستونزو په کمېدو کې مهم رول ولري.
د افغانستان د کلیود بیا ودانولو مؤسسې د ختیځ زون مسؤل حاجي فضل الرحمن توریالي وویل، د کانالونو د پاک کارۍ اساسي موخه د اوبو ښه مدیریت، د اوبو د ضایعاتو مخنیوی، خلکو ته د کار زمینې برابرول او د خوړو خوندیتوب رامنځته کول دي، څو کورنۍ پر ځان بسیا شي.
د یادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې هم دغې مؤسسې د ننګرهار ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې د اوبو د مدیریت د ښه والي لپاره د کانالونو د پاک کارۍ ګڼې پروژې عملي کړې دي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS