د کرنې وزارت ویاند په کابل بادام‌باغ کې د کرنیزو محصولاتو د نندارتون له غرفو څخه لیدنه وکړه

user-admin
Sat, Apr 25 2026 6:43 PM
بازدید سخنگوی وزارت زراعت از غرفه‌های نمایشگاه محصولات زراعتی در بادام‌باغ کابل

د بزګرمېلې او د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو د څلور دېرشم نندارتون په څلورمه ورځ، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اطلاعاتو او عامه پوهاوي رییس او ویاند، مولوي شیرمحمد حاتمي (نمبریک)، د کابل په بادام‌باغ کې د یاد نندارتون له غرفو څخه لیدنه وکړه.
ښاغلي حاتمي د دې لیدنې پر مهال د بزګرانو او مالدارانو تولیدات له نږدې وکتل او د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو د پلور بهیر یې وڅېړه. نوموړي له یو شمېر غرفه‌دارانو او ګډونوالو سره خبرې وکړې او د ورته نندارتونونو پر ارزښت یې ټینګار وکړ، چې د کورنیو تولیداتو د ملاتړ او بزګرانو لپاره د بازارموندنې د فرصتونو په رامنځته کولو کې مهم رول لري.
د نندارتون تنظیموونکي چارواکي وایي، دغه نندارتون د کورنیو محصولاتو د پېژندنې، د تولیدوونکو او سوداګرو ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا او د راکړې ورکړې د کچې د لوړولو لپاره مناسب فرصت برابر کړی دی.
د بزګرمېله او د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو نندارتون هر کال د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت له لوري د بزګرانو د ملاتړ، د کورنیو تولیداتو د ترویج او د کرنې سکتور د ودې په موخه جوړېږي. د دې نندارتون څلور دېرشم پړاو هم د هېواد له بېلابېلو ولایتونو څخه د سلګونو غرفه‌دارانو په ګډون د کابل په بادام‌باغ کې ترسره شوی دی.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS