د دایکندي له والي سره د کرنې وزیر لیدنه: دایکندي کې د مالدارۍ او بڼوالۍ د ودې پر څرنګوالي خبرې اترې

content_admin
Sun, Jan 26 2020 2:31 PM
د دایکندي له والي سره د کرنې وزیر لیدنه:  دایکندي کې د مالدارۍ او بڼوالۍ د ودې پر څرنګوالي خبرې اترې

۶ سلواغه ۱۳۹۸

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر نصیر احمد درانی د خپل کار په دفتر کې د دایکندي له والي سید انور رحمتي سره وکتل. په دې لیدنه کې دواړو خواوو د دایکندي پر کرنه، بڼوالۍ او مالدارۍ خبرې اترې وکړې.

د دایکندي والي سید انور رحمتي په دایکندي کې د کرنې وزارت له اغېزناکو او ښو کړنو مننه وکړه. په دې لیدنه کې، چې په ولسي جرګه کې د دایکندي د خلکو یوشمېر استازو هم شتون درلود د دایکندي والي په څو برخو کې ددې ولایت وړاندیزونه د کرنې وزیر ته وړاندې کړل.

د دایکندي والي غوښتنه وکړه، چې د بادامو د ښه پروسس په پار باید د دایکندي د بادامو د پروسس طرحه تر لاس لاندې ونیول شي او د ابولګولو پلان شوي پروژې دې تعقیب شي.

ښاغلي رحمتي دغه راز وویل، چې د دایکندي بزګران د اصلاح شویو تخمونو وېش غواړي او ددې ولایت د مالدارۍ د ودې په پار دې باید په دې ولایت کې د غوا او چرګانو روزنې ډېر فارمونه جوړ شي او دغه راز د دایکندي په هغو سیمو کې، چې مناسب اقلیم لري، د کب روزنې پر فارمونو هم باید کار ووشي. هغه دغه راز په دې ولایت کې په بېړنیو حالاتو کې پر بېوزله کسانو د مرسته شوي غنمو د وېش غوښتنه هم وکړه.

په همدې حال کې دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر نصیر احمد درانی وویل، چې د دایکندي د بادامو طرحه د کرنې وزارت په ملاتړ او د خصوصي سکټور په پانګونې سره پلي کیږي، د کرکېلي په وخت به د دایکندي پر بزګرانو اصلاح شوي تخمونه ووېشل شي او ددې ترڅنګ د کرنې وزارت په پام کې لري، چې په دایکندي کې د چرګانو روزنې دوه لوی سوداګریز فارمونه هم جوړ کړي.

ښاغلی درانی دغه راز وویل، چې ددې ولایت د مېرمنو د قتصادي ودې په پار ټاکل شوې ده، چې د چرګانو روزنې زر واړه فارمونه او ۵۰۰ کورني باغچې هم ددې ولایت مېرمنو لپاره جوړ شي.

په پای کې د کرنې وزیر وویل، چې بودیجې او امکاناتو ته په کتو به په نورو برخو کې هم کار ووشي.

Latest news

Sat, Oct 21 2023 10:33 AM
Background image

د زيتونو حاصلاتو لوړولو په پار د ننګرهار کانال شرکت هڅې 

٢٩ تله ۱۴۰۲ه‍.ش
٦ ربیع‌الثاني ۱۴۴۵ ه‍.ق                                                       
د ننګرهار کانال رياست چارواکي وایي، چې د یاد شرکت د زيتونو حاصلاتو لوړولو په پار هڅې ګړندي. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

BACK TO NEWS