ننګرهار کې د بېرې ونو کرلو سره د بېرې شاتو تولید او مینه وال زیات شوي

mail-admin
Mon, Mar 16 2026 10:05 AM
ننګرهار کې د بېرې ونو کرلو سره د بېرې شاتو تولید او مینه وال زیات شوي

۲۵ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۷ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار ولایت کې د بېرې ونو د کرلو له امله د بېرې شاتو تولید او د دې طبیعي محصول مینه وال په زیاتېدو دي. د کرنیزو مسؤلینو په وینا، د بېرې ونې نه یوازې د شاتو د تولید لپاره ارزښت لري، بلکې د هغې مېوې او پاڼې هم بېلابېلې روغتیايي او اقتصادي ګټې لري.
د معلوماتو له مخې، د ننګرهار وادي کرنیز ـ امارتي شرکت په خپلو څلورګونو فارمونو کې د بېرې ګڼ شمېر ونې کرلي دي. همدارنګه د همدې شرکت تر څنګ یو شمېر نورو کرنیزو شرکتونو هم د بېرې ونې کرلي، چې د شاتو د مچیو د روزنې لپاره مناسبه فضا برابروي.
سربېره پر دې، په دې ولایت کې یو شمېر هېوادوال د شاتو د مچیو په روزنه او پالنه بوخت دي. دا کار نه یوازې د کرنې د سکتور د ودې لپاره مهم ګڼل کېږي، بلکې د کورنیو د اقتصاد په پیاوړتیا کې هم مهم رول لري.
کارپوهان وایي، شات د انسان د روغتیا لپاره یو ډېر ګټور او ارزښتناک طبیعي نعمت دی، ځکه نو اړتیا ده چې د شاتو تولید ته لا زیاته پاملرنه وشي. د شاتو د تولید د زیاتوالي لپاره د مچیو روزنه او پالنه اړینه ده او د بېرې ونو کرل هم ځانګړی اهمیت لري، ځکه د دې ونو ګلان د شاتو مچیو ته مناسبه غذا برابروي.
د کرنې وزارت چارواکي وايي، چې د بېرې ونو د کرلو او د شاتو مچیو د روزنې د پراختیا له لارې به په ننګرهار کې د بېرې شاتو تولید لا زیات شي او دا سکتور به د خلکو د عاید او د کرنیز اقتصاد د پیاوړتیا لپاره لا ډېر اغېزمن تمام شي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS