جلال‌اباد ښار کې ۸۶ بېوزله کورنیو ته کرنیز وسایل، اصلاح شوي تخمونه او سرې ووېشل شول

mail-admin
Sun, Mar 15 2026 10:58 AM
جلال‌اباد ښار کې ۸۶ بېوزله کورنیو ته کرنیز وسایل، اصلاح شوي تخمونه او سرې ووېشل شول

۲۴ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۶ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د مدیریت، نوښتونو او پرمختګ «امید» مؤسسې په همکارۍ د جلال‌اباد ښار په اتمه ناحیه کې ۸۶ بېوزله کورنیو ته کرنیز وسایل، د سبو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ووېشل شول.
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد وویل، چې د دې مرستو په لړ کې هرې کورنۍ ته د لېړو، کدو، فاصیلیه، ټینډه او ورخاړي اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ورکړل شوې دي.
نوموړي زیاته کړه، چې سربېره پر دې، کورنیو ته یو شمېر اړین کرنیز وسایل هم ورکړل شوي دي، چې پکې بېلچه، پنجي‌کش، لور، رمبي، د خیشاوي بسته، د چاقوګانو بسته، د درمل شیندلو پمپ، آب‌پاش، پلاستیکي پچۍ، پلاستیکي تشت، ماسک، دستکشې او عینکې شامل دي.
د مدیریت، نوښتونو او پرمختګ مؤسسې مسؤل بخت‌الله صافي وویل، چې د یادو وسایلو د وېش موخه د بېوزله کورنیو ملاتړ او د خوړو خوندیتوب ته زمینه برابرول دي.
ښاغلي صافي همدارنګه زیاته کړه، چې د دې پروګرام په چوکاټ کې به یادو کورنیو ته د سبو د کرلو، نرمکارۍ، د ناروغیو د مخنیوي، د حاصلاتو د راټولولو او نورو اړوندو کرنیزو برخو کې روزنه هم ورکړل شي، څو هغوی وکولای شي له خپلو بڼچو او کرنیزو فعالیتونو څخه ښه ګټه ترلاسه کړي.


توزیع ابزارهای زراعتی، تخم‌های اصلاح‌شده و کود کیمیاوی میان ۸۶ خانواده کم‌درآمد در شهر جلال‌آباد
۲۴ حوت ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۶ رمضان المبارک ۱۴۴۷ هـ.ق
به تلاش ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت ننگرهار و با همکاری مؤسسه مدیریت، نوآوری و توسعه «امید»، در ناحیه هشتم شهر جلال‌آباد، ابزارهای زراعتی، بذرهای اصلاح‌شده سبزیجات و کود کیمیاوی میان ۸۶ خانواده کم‌درآمد توزیع شد.
مولوی عبدالستار محمد، رییس ریاست زراعت ننگرهار، گفت که در این بسته‌های حمایتی، برای هر خانواده بذرهای اصلاح‌شده کدو، لوبیا، بامیه، گوجه‌فرنگی و سایر سبزیجات و کود کیمیاوی اختصاص یافته است.
وی افزود که علاوه بر این، خانواده‌ها به ابزارهای ضروری زراعتی مانند بیلچه، پنجه‌کش، لور، رمبی، بسته‌های ابزار زراعتی، بسته‌های چاقو، پمپ آب‌پاش، آب‌پاش دستی، پلاستیک پچ، پلاستیک تشت، ماسک، دستکش و عینک نیز مجهز شده‌اند.
بخت‌الله صافی، مسئول مؤسسه «امید»، گفت که هدف از توزیع این وسایل حمایت از خانواده‌های کم‌درآمد و فراهم کردن زمینه حفظ امنیت غذایی است. او همچنین افزود که در چارچوب این برنامه، خانواده‌ها آموزش‌های لازم در زمینه کاشت سبزیجات، مراقبت، پیشگیری از بیماری‌ها، جمع‌آوری محصولات و سایر فعالیت‌های زراعتی دریافت خواهند کرد تا بتوانند بیشترین بهره را از باغچه‌ها و فعالیت‌های زراعتی خود ببرند.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS