د کرنې وزارت له لوري په هلمند کې له کډوالۍ راستانو شویو څه باندې ۱۲۰۰ کورنیو ته د مرستو بهیر پای ته ورسېد

mail-admin
Tue, Feb 10 2026 9:29 AM
د کرنې وزارت له لوري په هلمند کې له کډوالۍ راستانو شویو څه باندې ۱۲۰۰ کورنیو ته د مرستو بهیر پای ته ورسېد

۲۱ سلواغه ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۲ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر عطاءالله عمري له لوري له کډوالۍ د راستنو شويو کډوالو د مرستو د وېش بهیر، چې څه موده وړاندې د هلمند په ولایت کې شوی و، په بریالیتوب سره پای ته ورسېد. په دې لړ کې په هلمند ولایت کې ۱۲۵۰ تنه اړمن راستنې شوي کډوال د خوراکي غنمو او نغدو پیسو له مرستو برخمن شول.
دغه بهیر د هلمند ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له خوا د اړوندو ادارو سره په بشپړې همغږۍ، منظم پلان، بشپړ شفافیت او عادلانه ډول عملي شو، تر څو مرستې رښتینو مستحقو کورنیو ته ورسېږي.
یاد انساني او خیریه اقدام د اسلامي امارت د مشرتابه عاليقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی د ځانګړي حکم، پېرزوینې او شفقت پر بنسټ، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت له لوري تطبیق شو. د دې پروسې پر مهال په هلمند ولایت کې ۱۲۵۰ تنه راستنې شوي اړمن کډوال د مرستو مستحق وپېژندل شول.
د یادو کورنیو د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو په موخه، هرې کورنۍ ته پنځه زره  افغانۍ نغدي او ۲۵۰ کیلوګرامه خوراکي غنم ورکړل شول. د مرستو د وېش چارې د هلمند دکرنې ریاست، د اړوندو ادارو په همکارۍ او د منظم میکانېزم له مخې، په شفاف او عادلانه ډول ترسره شوې.
د یادونې وړ ده، چې دا بهیر یوازې په هلمند ولایت پورې محدود نه دی، بلکې د هېواد په کچه روان دی او د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت له لوري په ټولو ولایتونو کې پر زرګونو راستنو شويو کډوالو د خوراکي او نغدي مرستو د وېش لړۍ پیل شوې، تر څو د هغوی ستونزې راکمې، د عزتمند ژوند د بیا پیل زمینه برابره او ټولنیز ثبات پیاوړی شي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS