ننګرهار ته د کرنې وزارت د پلان د لوی رییس په مشرۍ د پلاوي سفر

mail-admin
Mon, Feb 09 2026 9:26 AM
ننګرهار ته د کرنې وزارت د پلان د لوی رییس په مشرۍ د پلاوي سفر

۲۰ سلواغه ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۱ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او برنامو د همغږۍ لوی رییس، مولوي عبدالغفور د خپل مل پلاوي سره ننګرهار ولایت ته دخپل سفر په ترڅ کې د یاد ریاست له رییس مولوي عبدالستار اخندزاده سره وکتل.
په دې لیدنه کې د کرنې وزارت د نظارت او ارزونې رییس امان الله شاهي، د پلان او برنامو لوی ریاست استازو او همدارنګه د ننګرهار د کرنې ریاست تخنیکي او مسلکي کارمندانو او آمرینو ګډون درلود.
 د ننګرهار کرنې رییس مولوي عبدالستار اخندزاده راغلي پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ په ننګرهار کې د کرنې وزارت د پراختیایي پروژو او همکارو مؤسساتو له لورې د تطبیق شوو، روانو او راتلوونکو پروژو په هکله معلومات وړاندې کړل.
ښاغلي اخندزاده  ننګرهار کې د کرنې او مالدارۍ په برخه کې ستونزې،غوښتني او وړاندیزونه هم د پلاوي سره شریک کړل.
د کرنې وزارت د پلان او برنامو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالغفور وویل، چې د دوی دسفر  موخه د غیر دولتي ادارو مؤسسو او پراختیایي بودجې له لارې د ټولو  تطبیق کېدونکو پراختیایي کرنیزو او مالدارۍ پروژو له نږدې څخه څارنه، د شته ستونزو په نښه کول،ستونزو ته حل لارې موندل، ارزونه او د پروژو د کیفیت او شفافیت ډاډ ترلاسه کول دي.
د پلان لوي رییس زیاته کړه ننګرهار یو لوي او کرنیز ولایت دي نو د مؤثره پروژو د ښه تطبیق او نوو ساحو په نښه کولو په موخه به خپلې پروژې او ارزونې  پراخی کړي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS