سوېل‌ختیځو ولایتونو د کرنې وزارت له لوري کډوالو ته د غنمو او نغدي مرستو د وېش بهیر پیل شو

qiam_amin
Sat, Jan 24 2026 10:49 AM
سوېل‌ختیځو ولایتونو د کرنې وزارت له لوري کډوالو ته د غنمو او نغدي مرستو د وېش بهیر پیل شو

۲ سلواغه ۱۴۰۴ه‍.ش

۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۷ه‍.ق

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی د پرېکړې له مخې، په ټول هېواد کې بېوزلو راستانه شویو کډوالو ته د غنمو او نغدي مرستو د وېش بهیر پیل کړی دی.

په همدې موخه، د ځنګلونو د تنظیم رییس ملا سراج‌الحق میرویس «ذاکري» په مشرۍ پلاوي، چې ورسره د یاد وزارت یو شمېر تخنیکي او اداري کارکوونکي ملګري ول، د سوېل‌ختیځو ولایتونو (پکتیا، خوست، پکتیکا او غزني) ته د سفر پر مهال له اړوندو ولایتي چارواکو سره هر اړخیزې غونډې ترسره کړې.

یاد پلاوي د دغو ولایتونو له والیانو او د کډوالو د ځمکو د وېش له ولایتي کمېټو سره، چې د ولایت دفتر، د کرنې، صنعت او سوداګرۍ، د کډوالو ریاستونه او مستوفیت پکې شامل وو، د مرستو د لېږد، تنظیم او عادلانه وېش پر څرنګوالي مفصل بحثونه وکړل، څو یادې مرستې پر وخت او په شفاف ډول مستحقو کورنیو ته ورسېږي.

همدارنګه، د ولایتي مسؤلینو سره په ګډه د غنمو د لېږد، ذخیرې او عادلانه وېش پر میکانیزمونو مفصل بحثونه وشول، څو یادې مرستې پر وخت او په شفاف ډول مستحقینو ته ورسېږي.

چارواکو ډاډ ورکړ چې د یاد فرمان د پلي کېدو په لړ کې به ټولې هڅې وشي، څو بېوزله راستانه شوي کډوال پر وخت او منظم ډول له دغو مرستو څخه برخمن شي.

د معلوماتو له مخې، تر دې دمه د پکتیا ولایت ته د غنمو انتقالات بشپړ شوي، د خوست ولایت لپاره د غنمو بارګیري نن د مرکزي سیلو څخه بشپړېږي، او همدارنګه د پکتیکا او غزني ولایتونو لپاره د غنمو بارګیري د کندهار ولایت څخه پیل شوې او د انتقال بهیر یې روان دی.

دا په داسې حال کې، ده چې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوی عطاءالله عمري له خوا دغه بهیر د بغلان، سمنګان، تخار، بدخشان او کندز په ولایتونو کې پیل شوی او په نورو ولایتونو کې به هم ډېر ژر پیل شي.

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت ټینګار کړی، چې د یادې پروسې د بریالي تطبیق لپاره به له ټولو اړوندو ادارو سره نږدې همغږي روانه وي، څو راستانه شوي کډوال پر وخت له دغو بشري مرستو څخه ګټه پورته کړي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS