د پکتیا په مرکز کې پنځو بزګرانو ته تراکتورونه د مرابحې په شکل ورکړل شول

mail-admin
Thu, Dec 18 2025 11:14 AM
د پکتیا په مرکز کې پنځو بزګرانو ته تراکتورونه د مرابحې په شکل ورکړل شول

۲۷ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۷ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۷ هـ.ق 
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د هڅو په لړ کې، د پکتیا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست ترچتر لاندی د کرنیزې پرمختیا وجهي صندوق «اې.ډي.اف» په همکارۍ، د پکتیا په مرکز ګردېز ښار کې پنځو بزګرانو ته تراکتورونه د اسلامي مرابحې د نظام له مخې ورکړل شول، چې دا مرسته وړیا نه ده او بزګران به یې لګښتونه د ټاکل شويو قسطونو له لارې ادا کوي.
په همدې موخه جوړه شوې غونډه کې د پکتیا ولایت مرستیال والي شیخ انعام‌الله صلاح‌الدین، د علماوو د شورا رییس شیخ صالح محمد فقیر، د پکتیا د کرنې رییس مولوي سید امین هاشمي، د یو شمېر دولتي ادارو مشران، د کرنیزې پرمختیا وجهي صندوق مسؤل، قومي مخور او بزګران ګډونوال وو.
د پکتیا ولایت مرستیال والي شیخ انعام‌الله صلاح‌الدین په خپلو خبرو کې وویل: «دا بهیر بزګرانو او مالدارانو ته د اسلامي شریعت له اصولو سره سم اوږدمهاله مالي اسانتیاوې برابروي، چې د کرنې د برخې په پرمختګ کې به رغنده رول ولري».
نوموړي زیاته کړه، چې له دې وروسته به په پکتیا کې بزګرانو او د کرنیزو محصولاتو سوداګرو ته مالي اسانتیاوې د مضاربې، مشارکت او مرابحې له لارې برابرې شي، تر څو د هېواد کرنیز سیستم لا پرمختللی او معیاري شي.
د کرنیزې پرمختیا وجهي صندوق مسؤل هم وویل: «هغه بزګران چې د پکتیا د کرنې ریاست سره ثبت او راجستر وي، کولی شي د مرابحې د نظام له مخې ترې ګټه واخلي. دغه تراکتورونه د کرنیزو اړتیاوو د پوره کولو لپاره ورکړل شوي او بزګران به یې بیه د ټاکل شويو قسطونو له لارې صندوق ته بېرته ادا کړي».
په همدې حال کې د پکتیا د کرنې رییس مولوي سید امین هاشمي دا سیستم د کرنې د برخې د پراختیا لپاره اغېزمن وباله او د کرنیزو اتحادیو له مسؤلینو یې وغوښتل، چې په دې بهیر کې فعاله ونډه واخلي. نوموړي د بشپړې همکارۍ ډاډ هم ورکړ.
یاد اقدام د بزګرانو د ملاتړ او د کرنیزو فعالیتونو د پراختیا لپاره یو مهم اقتصادي ګام بلل کېږي، چې د بزګرانو د تولیداتو او عوایدو د زیاتوالي لامل به شي.


پنج تراکتور به‌شکل مرابحه به دهقانان در مرکز پکتیا واگذار شد
۲۷ قوس ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۷ جمادی‌الثانی ۱۴۴۷ هـ.ق
در چارچوب تلاش‌های وزارت زراعت، آبیاری و مالداری، به همکاری ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت پکتیا و صندوق وجهی انکشاف زراعتی، پنج تراکتور در مرکز ولایت پکتیا (شهر گردیز) به پنج دهقان، بر بنیاد نظام اسلامی مرابحه واگذار گردید. این کمک به‌گونه رایگان نبوده و دهقانان هزینه آن را از طریق قسط‌های تعیین‌شده پرداخت خواهند کرد.
در مراسمی که به همین مناسبت برگزار شده بود، معین والی پکتیا شیخ انعام‌الله صلاح‌الدین، رئیس شورای علما شیخ صالح محمد فقیر، رئیس زراعت، آبیاری و مالداری پکتیا مولوی سید امین هاشمی، شماری از مسئولان ادارات دولتی، مسئول صندوق وجهی انکشاف زراعتی، بزرگان قومی و دهقانان اشتراک داشتند.
معین والی پکتیا شیخ انعام‌الله صلاح‌الدین در سخنانش گفت: «این روند، تسهیلات مالی درازمدت را مطابق اصول شریعت اسلامی برای دهقانان و مالداران فراهم می‌سازد که در رشد و توسعه بخش زراعت نقش سازنده‌ای خواهد داشت.»
وی افزود که پس از این، در پکتیا تسهیلات مالی برای دهقانان و تاجران محصولات زراعتی از طریق مضاربه، مشارکت و مرابحه فراهم خواهد شد تا نظام زراعتی کشور بیش از پیش توسعه یافته و معیاری گردد.
مسئول صندوق وجهی انکشاف زراعتی نیز گفت: «دهقانانی که با ریاست زراعت پکتیا ثبت و راجستر باشند، می‌توانند مطابق نظام مرابحه از این تسهیلات استفاده کنند. این تراکتورها به‌منظور رفع نیازهای زراعتی واگذار شده و دهقانان قیمت آن را از طریق قسط‌های تعیین‌شده دوباره به صندوق پرداخت خواهند کرد.»
همچنان رئیس زراعت، آبیاری و مالداری پکتیا مولوی سید امین هاشمی این سیستم را برای گسترش بخش زراعت مؤثر خواند و از مسئولان اتحادیه‌های زراعتی خواست تا در این روند سهم فعال بگیرند. وی اطمینان همکاری کامل را نیز ابراز کرد.
این اقدام، گامی مهم اقتصادی در راستای حمایت از دهقانان و توسعه فعالیت‌های زراعتی دانسته می‌شود که باعث افزایش تولیدات و عواید دهقانان خواهد شد.

Latest news

Sat, Feb 01 2025 11:27 AM
Background image

ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو فارمونو کې د مېوو بڼونه جوړ کړي 

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو څلور ګونو فارمونو کې د مالټو، زيتونو، ليمو، خرما او نورو مېوو بڼونه جوړ کړي دي.  
دغه کرنيزه پروژه،. . .

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

BACK TO NEWS