خوست ولایت کې لسو پخوانیو معتادینو ته د کوچنیو کاروبارونو د جوړولو پروژه پلي شوه

mail-admin
Sun, Oct 19 2025 2:26 PM
خوست ولایت کې لسو پخوانیو معتادینو ته د کوچنیو کاروبارونو د جوړولو پروژه پلي شوه

۲۷ تله ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۶ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د اقتصاد ریاست په همغږۍ، د «اکشن اېډ» مؤسسې په همکارۍ او له جرمونو او مخدره توکو سره د ملګرو ملتونو د مبارزې دفتر (یو.ان.او.ډې.سي)  په مالي ملاتړ، لسو مستحقو پخوانیو معتادینو ته د کوچنیو کاروبارونو د جوړولو پروژه تطبیق شوه.
د خوست دکرنې ریاست د چارواکو په خبره د یادې پروژې ټول لګښت شاوخوا ۲۰۰ زره افغانۍ اټکل شوی، چې له مخې یې لس پخوانیو معتادینو ته د کوچني کاروبار د پیل لپاره اسانتیاوې برابرې شوې. د دغو کسانو د مستحق‌توب سروې له وړاندې په شفاف او عادلانه ډول ترسره شوې وه، څو مرسته هغو کسانو ته ورسېږي چې رښتینې اړتیا ورته لري.
د خوست د کرنې ریاست مسؤلین وایي، دا پروژه به د پخوانیو معتادینو د سالم مصروفیت، اقتصادي پیاوړتیا او د ځان بساینې په برخه کې مهم رول ولوبوي.
د یادونې وړ ده، چې دا پروژه د پنځو برخو (کوچني کاروبارونه، لمریز وچوونکي ماشینونه، کورنۍ باغچې، چرګان او وزې) څخه یوه برخه ده، چې تر اوسه یوازې د کوچنیو کاروبارونو د جوړولو برخه عملي شوې ده.
د خوست دکرنې ریاست چارواکي هیله څرګندوي، چې د دې ډول پروژو دوام به د معتادینو د بیا ادغام او ټولنیز ثبات په برخه کې د پام وړ اغېز ولري.


در ولایت خوست پروژه ایجاد کاروبارهای کوچک برای ده تن از معتادان پیشین عملی شد
۲۷ میزان ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۶ ربیع‌الثانی ۱۴۴۷ هـ.ق
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت خوست با هماهنگی ریاست اقتصاد، همکاری مؤسسه «اکشن‌اید» و پشتیبانی مالی دفتر مبارزه با جرایم و مواد مخدر سازمان ملل متحد (UNODC)، پروژه ایجاد کاروبارهای کوچک را برای ده تن از معتادان پیشین مستحق تطبیق کرد.
به‌گفته مسئولان ریاست زراعت خوست، هزینه مجموعی این پروژه حدود ۲۰۰ هزار افغانی برآورد شده است که بر اساس آن برای ده تن از معتادان پیشین زمینه آغاز کسب‌وکارهای کوچک فراهم گردید. روند شناسایی و انتخاب این افراد قبلاً به‌صورت شفاف و عادلانه انجام شده بود تا کمک به کسانی برسد که واقعاً نیازمند بودند.
مسئولان ریاست زراعت خوست می‌گویند این پروژه در تأمین اشتغال سالم، توانمندسازی اقتصادی و خودکفایی معتادان پیشین نقش مؤثری خواهد داشت.
شایان ذکر است که این پروژه شامل پنج بخش (کاروبارهای کوچک، ماشین‌های خشک‌کن لمری، باغچه‌های خانوادگی، مرغ‌ها و بزها) می‌باشد که تاکنون تنها بخش مربوط به ایجاد کاروبارهای کوچک عملی شده است.
مسئولان ریاست زراعت خوست ابراز امیدواری کرده‌اند که تداوم چنین پروژه‌هایی در زمینه بازپیوستن معتادان به جامعه و تأمین ثبات اجتماعی تأثیر چشم‌گیری داشته باشد.

Latest news

Sat, Feb 01 2025 11:27 AM
Background image

ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو فارمونو کې د مېوو بڼونه جوړ کړي 

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو څلور ګونو فارمونو کې د مالټو، زيتونو، ليمو، خرما او نورو مېوو بڼونه جوړ کړي دي.  
دغه کرنيزه پروژه،. . .

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

BACK TO NEWS