ننګرهار ته د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د قدرتي سرچینو دلوی رییس سفر 

mail-admin
Mon, Sep 15 2025 11:06 AM
ننګرهار ته د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د قدرتي سرچینو دلوی رییس سفر 

۲۴ وږی ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۲ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۷ هـ.ق 
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د قدرتي سرچینو لوی رییس مولوي عبدالاحد خلیل، د نښترو «چهار تراش» لرګیو د راټولولو او د ضبط شوو لرګیو د پلور بهیر د څارنې او ارزونې په موخه ننګرهار ولایت ته سفر وکړ.
د سفر په ترڅ کې، د قدرتي سرچینو لوی رییس په ننګرهار کې له اړوندې کمېټې او دغه راز په ننګرهار کې مېشت د کونړ ولایت له استازو سره، چې په کې د ولایت د مقام استازی، استخبارات، د علماوو شورا، شنې قطعې او د کرنې ریاست استازي شامل ؤ وکتل او خبرې اترې وکړې. نوموړي د ضبط شوو نښترو لرګیو د پلور په برخه کې د اړوندو ادارو پر نږدې همکارۍ او د وزارت اړوند خزانې ته دعوایدو پر سپارلو ټینګار وکړ.
همدارنګه د سفر په ترڅ کې د ننګرهار د ځنګلونو د وضعیت او د روان کال لپاره د پستې او چهارمغزو د قدرتي ځنګلونو د بیارغونې او ساتنې د پراختیایي پروژو د پرمختګ په اړه ناسته جوړه شوه. په دې ناسته کې د پروژو پر وخت عملي کولو او د بودیجې پر شفاف لګښت اړینې سپارښتنې ترسره شوې.
د دې سفر له نورو برنامو څخه د باغ جدید فارم او د غلام حیدر خان فارم تخنیکي فعالیتونو لیدنه او څارنه وه.

سفر رئیس عمومی منابع طبیعی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری به ولایت ننگرهار
۲۴ سنبله ۱۴۰۴ هـ.ش
مولوی عبدالاحد خلیل، رئیس عمومی منابع طبیعی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری، به منظور بررسی و نظارت بر روند جمع‌آوری چوب‌های چهار تراش و فروش چوب‌های ضبط شده، به ولایت ننگرهار سفر کرد.
در جریان این سفر، رئیس عمومی منابع طبیعی با کمیته موظف ولایت ننگرهار و نمایندگان ولایت کنر مقیم ننگرهار، از جمله نماینده مقام ولایت، استخبارات، شورای علما، قطعه سبز و ریاست زراعت، دیدار و گفت‌وگو نمود. او بر اهمیت همکاری ادارات ذی‌ربط در زمینه فروش چوب‌های چهار تراش ضبط شده و تحویل درآمد حاصل به وزارت تأکید کرد.
همچنین در حاشیه سفر، جلسه‌ای در مورد وضعیت جنگلات ننگرهار و پیشرفت پروژه‌های انکشافی احیا و حفاظت جنگلات طبیعی پسته و چهارمغز برای سال جاری برگزار شد. در این جلسه، هدایات لازم در مورد مسئولیت کارمندان برای اجرای به موقع پروژه‌ها و مصرف شفاف بودجه ارائه شد.
بازدید و نظارت بر فعالیت‌های تخنیکی فارم باغ جدید و فارم غلام حیدر خان نیز از دیگر برنامه‌های این سفر بود.

Latest news

Sat, Feb 01 2025 11:27 AM
Background image

ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو فارمونو کې د مېوو بڼونه جوړ کړي 

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو څلور ګونو فارمونو کې د مالټو، زيتونو، ليمو، خرما او نورو مېوو بڼونه جوړ کړي دي.  
دغه کرنيزه پروژه،. . .

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

BACK TO NEWS