د کرنې وزیر د اسلامي همکاریو سازمان له مرستیال سره وکتل

mail-admin
Tue, Aug 05 2025 3:56 PM
د کرنې وزیر د اسلامي همکاریو سازمان له مرستیال سره وکتل

۱۴ زمری ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۱ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري، د خپل کار په دفتر کې د اسلامي همکاریو سازمان له مرستیال خلیل ابراهیم اوکر سره وکتل.
په دې لیدنه کې د بزګرانو او مالدارانو اړتیاوو، د کرنې او مالدارۍ سکتور د ودې، د افغاني تولیداتو د کیفیت او صادراتو د ښه والي، او همداراز د کرنیزو پروژو د تطبیق په اړه خبرې اترې وشوې.
د کرنې وزیر مولوي عطاالله عمري د افغانستان د کرنیزو او بڼوالۍ محصولاتو د کیفیت او خوند په اړه معلومات ورکړل، او له اسلامي نړۍ یې وغوښتل، چې د بزګرانو، مالدارانو او د اوبو مدیریت په برخو کې له افغانستان سره پراخې همکارۍ وکړي.
مولوی عطاءالله عمري زیاته کړه، چې افغانستان د عضوي او لوړ کیفیت لرونکو محصولاتو د تولید قوي ظرفیت لري، خو سره له دې چې د کانالونو او چکډېمونو د جوړولو هڅې شوي، لا هم کافي نه دي او لا زیاتو مرستو ته اړتیا شته.
هغه همداراز غوښتنه وکړه، چې د افغانستان کرنیزو محصولاتو لپاره نورو هېوادونو ته د بازار موندنې زمینه برابره شي.
په ورته مهال، د اسلامي همکاریو سازمان مرستیال خلیل ابراهیم اوکر ډاډ ورکړ چې د اسلامي همکاریو سازمان به د افغانستان د کرنې او مالدارۍ سکتور د پرمختګ لپاره همکار پاتې شي او د دې سازمان غړي هېوادونه به وهڅوي، چې نور امکانات هم برابر کړي.
یاد سازمان دا مهال د هېواد په څو ولایتونو کې پروژې پلي کوي.


دیدار وزیر زراعت با معاون سازمان همکاری‌های اسلامی
۱۴ اسد ۱۴۰۴ هـ.ش
مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری در دفتر کارش با خلیل ابراهیم اوکر، معاون سازمان همکاری‌های اسلامی دیدار کرد.
در این دیدار روی نیازمندی‌های دهقانان و مالداران، انکشاف سکتور زراعت و مالداری، بهبود کیفیت و صادرات محصولات افغانی و اجرای پروژه‌های زراعتی بحث شد. مولوی عطاءالله عمری  وزیر زراعت ضمن ارائه معلومات در مورد کیفیت و ذایقه محصولات زراعتی و باغی افغانستان، از جهان اسلام خواست تا در زمینه حمایت از دهقانان، مالداران و مدیریت آب با افغانستان همکاری بیشتری داشته باشد.
مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت با اشاره به ظرفیت بالای افغانستان در تولید محصولات ارگانیک و باکیفیت گفت که تلاش‌های انجام شده در بخش اعمار کانال‌ها و چکدم‌ها کافی نبوده و نیاز به حمایت‌های بیشتر وجود دارد. وی همچنان خواستار فراهم‌سازی زمینه صادرات محصولات زراعتی افغانستان به کشورهای مختلف شد.
 در همین حال خلیل ابراهیم اوکر معاون سازمان همکاری‌های اسلامی نیز اطمینان داد که سازمان همکاری‌های اسلامی برای رشد سکتور زراعت و مالداری افغانستان همکاری خواهد کرد و کشورهای عضو این سازمان را به فراهم‌سازی امکانات بیشتر تشویق می‌کند.
این سازمان هم‌اکنون پروژه‌هایی را در چندین ولایت افغانستان تطبیق می‌کند.

Latest news

Sat, Feb 01 2025 11:27 AM
Background image

ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو فارمونو کې د مېوو بڼونه جوړ کړي 

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو څلور ګونو فارمونو کې د مالټو، زيتونو، ليمو، خرما او نورو مېوو بڼونه جوړ کړي دي.  
دغه کرنيزه پروژه،. . .

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

BACK TO NEWS