د کرنې وزیر د روسیې د انرژۍ وزارت له مرستیال سره وکتل

user-admin
Sat, Jun 21 2025 2:18 PM
د کرنې وزیر د روسیې د انرژۍ وزارت له مرستیال سره وکتل


۳۱ غبرګولی ۱۴۰۴ ه‍.ش
۲۴ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۶ه‍.ق
د افغانستان د کرنې وزیر مولوي عطاءالله عمري،د یوه پلاوي په ملتيا د ۲۰۲۵ کال د روسیې د اقتصادي کنفرانس په څنډه کې د دغه هېواد د انرژۍ وزارت له مرستیال او یو شمېر مسئولینو سره وکتل او خبرې‌یې وکړې.
په دې لیدنه کې دواړو لوریو د اوبو بندونو د جوړولو، د تخنیکي انجنیرانو د استولو او د اوبولګولو د نویو ټکنالوژیو په برخه کې د تجربو د تبادلې په اړه بحث او نظرونه تبادله کړل. د کرنې وزیر، د اوبو بندونو په جوړولو کې د روسیې د بریالۍ تجربې په پام کې نیولو سره، له دغه هېواد څخه وغوښتل، چې په افغانستان کې د اوبو بندونو په جوړولو کې همکاري وکړي، په ځانګړي ډول د غزني ولایت د سردې بند پاتې پروژې د بشپړولو په برخه کې، د همکارۍ غوښتنه وکړه.
د روسیې د انرژۍ وزارت مرستیال هم د اړینو همکاریو ډاډ ورکړ او څرګنده یې کړه، چې د دغه هېواد تخنیکي ټیمونه به د پروژو د ارزونې او خبرو لپاره افغانستان ته واستول شي.
همداراز، دواړو لوریو هوکړه وکړه، چې تخنیکي ټیمونه دې د لا زیاتې همغږۍ، د تجربو د شریکولو او د اوبو سرچینو د مدیریت لپاره دواړو هېوادونو ته واستول شي.


وزیر زراعت افغانستان با معین وزارت انرژی روسیه دیدار کرد
۳۱ جوزا ۱۴۰۴ هـ.ش
مولوی عطاءالله عمری، وزیر زراعت افغانستان، به همراه هیئتی در حاشیه کنفرانس اقتصادی ۲۰۲۵ روسیه با معین وزارت انرژی این کشور و شماری از مسئولان آن اداره دیدار و گفت‌وگو کرد.
در این دیدار، دو طرف درباره همکاری در ساخت بندهای آبی، اعزام انجنیران تخنیکی برای بررسی و تبادل تجربیات در زمینه تکنولوژی‌های نوین آبیاری بحث و تبادل نظر کردند. وزیر زراعت افغانستان با توجه به تجربه موفق کشور روسیه در ساخت بندهای آبی، خواستار همکاری آن کشور در احداث بندها در افغانستان به ویژه انجام پروژه‌های باقی‌مانده بند سرده ولایت غزنی شد.
معین وزارت انرژی روسیه نیز اطمینان همکاری‌های لازم را سپرده  و خاطر نشان کرد که تیم‌های تخنیکی این کشور به برای بررسی و گفتگو درباره پروژه‌ها به افغانستان اعزام خواهند شد.
همچنین، طرفین بر اعزام تیم‌های فنی به هر دو کشور برای بررسی و هماهنگی بیشتر در زمینه شریک سازی تجارب و  مدیریت منابع آب توافق کردند.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS