د کندهار دکرنې ریاست: د ارغستان د سردرې چکډېم رغنیزې چارې نږدې ۹۵ سلنه بشپړ شوي

mail-admin
Wed, Jan 22 2025 10:05 AM
د کندهار دکرنې ریاست: د ارغستان د سردرې چکډېم رغنیزې چارې نږدې ۹۵ سلنه بشپړ شوي

۲ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۱ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۶ه‍.ق
 د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت او کندهار د کرنې، اوبو لګولو مالدارۍ ریاست؛ د طبیعي سرچینو آمریت سره کډ پلاوي د ارغستان ولسوالی سردرې سیمي چکډېم رغنیزو چارو څخه څارنه وکړه. 
 یاد ګډ پلاوي د کندهار ارغستان ولسوالی د سر درې چکډېم ودانیزو چارو د پرمختګ او کیفیت د ارزونې په موخه څارنه وکړه. د یادي څارنې پر مهال، د چکډېم د جوړېدو پر بهیر هر اړخیزه کتنه وشوه او د یادو انجینرانو له لوري د چکډېم کارونو د ښه بهبود، لا ښه‌والي او کیفیت لوړولو په موخو اړوندو چارواکو ته مهمې سپارښتنې وشوې. 
د یاد پلاوي په خبره ددې چکډېم رغنیزې چارې نږدې ۹۵ سلنه بشپړ شوي دي، چې پاتې چارې به یې د څه کم دوو میاشتو په لړ کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي. 
نوموړي چګډیم د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، دکرنې وزارت په پراختیایي بودیجه، او د یو خصوصي ودانیز شرکت په تخنیکي همکارۍ د ارغستان ولسوالی په سردرې کلی کې د ۳.۴ میلیونه افغانیو په لګښت د کندهار طبیعي سرچینو آمریت تر مستقیمې څارنې لاندې جوړېږي، چې په کې ۱۰ کسانو ته په فني او ۱۵ نورو کسانو ته په غیرفني برخو کې د کار زمینه هم برابره شوې ده.
یادونې وړ ده، چې دا چکډیم د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د افغانستان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د پراختیایي بودیجه او د یو خصوصي ودانیز شرکت په تخنیکي همکارۍ د ارغستان ولسوالۍ د سردري په کلي کې د ۳.۴ میلیونه افغانیو په لګښت جوړ سوی دی. د دې پروژې په ترڅ کې ۱۰ کسانو ته په فني برخو کې او ۱۵ کسانو ته په غیر فني برخو کې د کار زمینه برابره سوې وه.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS