د کرنیزو تبلیغاتو او تعلیماتو آمریت
د کرنې د پراختیا او ترویج لوی ریاست
د کرنیزو تبلیغاتو او تعلیماتو آمریت پیژندنه:
کرنیز ترویج د وګړو لپاره د ښوونې او روزنې یوه ښه بڼه ده. ځګه، چې ترویجي روزنه او ښوونه که په ځانګړي ډول وي او یا هم په ګروپي او ډلیز ډول سره، تر يوې اندازې د ناپوهي کچه را ټيټه وي او کلیوالي وګړي دا زده کوي، چې په کوم ډول سره په آرمه او هوسا ډول خپل ژوند وکړي او د خپلو اړتیاو د پوره کیدو په پار د خپلو حاصلاتو په کچه کې لوړوالی راولي.
ترویجي تعلیمیات، چې په عملي ډول سره زده کول دي او په بشپړ ډول سره د اوریدلو ، لیدلو او عملي کولو په ترڅ کې زده کيږي. ترویجي تعلیمات د عملي او تخنیکي تمریرینو په ښودلو سره د کروندګرو تولیداتو د زیاتوالي، داقتصادي ودې او د کرنیزو محصولاتو په زیاتوالي کې ځانګړي رول لري او له بله پلوه د کرنېزې تکنالوژی د پرمختګ تیزوالي په رسمي ډول سره پرته د کلیوالي خلګو د تعلم د کچې په پام کې نیولو سره ښوونې او روزنې ته اړتیا لري. کرنیز ترویج یوه ګټوره وسیله ده، چې دخلکو په منځ کې د هغوی په خوښه سره دغه علمي او تخنیکي تعلماتو رواج موندلی دی او هغوي د وخت په اګروتخنیک لارو چارو سمبال شوي دي.
د کرنې د ودې او ترویج لوی ریاست د کرنیزو تعلیماتو او تبلیغاتو آمریت، د هیواد د بڼوالو، کروندګرو، مالدرانو او د ترویج د مرکزي او سیمه ازیزو کاروونکو د وړتیاوو لوړونې په برخه کې ، په پیل کې د کرنې په ټولو برخو کې د هیواد د کروندګرو، د ترویج د سیمه ایزو او مرکزي مامورینو، د کروندګرو او بڼوالو د لومړینو اړتیاوو پيژندلو په برخه کې ، د هیواد ۳۴ ولایتونو ته د کارکوونکو سفرونو په برخه کې او همدا راز د کرنیزو ترویجي خدمتونو له امرینو او ترویجي مدیرانو سره اړیکو درلودلو په برخو کې کړنې تر سره کوي.
د کرنې د ودې او ترویج لوی ریاست د کرنیزو تعلیماتو او تبلیغاتو آمریت د هیواد په ۳۴ ولایتونو کې د مخکښه کروندګرو، بڼوالو او مالداران وړتیاوې د چاپ شویو کتابونو، نشریو، بروشور، پامپلیټونواو د ترویجي پیغامونو د ویش له لارې هم لوړوي.
د کرنیزو تبلیغاتو او تعلیماتو آمریت د راډیويي (کرنه او مالدارئ) برنامې لپاره د کرنیزو او مالدارئ چارو په برخه کې د خبري توکو د تولید او برابروالي دنده په غاړه لري. نوموړې برنامه په اونئ کې دوه ځلې د افغانستان د ملي راډیو له څپو څخه د شنبې په ورځ له ۵:۰۰ څخه تر ۵:۳۰ بجو او د سې شنبې په ورځ د مازدیګر له ۵:۳۰ څخه د ماښام تر ۶:۰۰ بجو پورې د افغانستان د ملي راډیو د لوي مدیریت له لارې په ورخينی ډول سره په ټول هیواد کې د کروندګرو د پوهاوي اوړ د هغوی د فکرونو د روښانه کولو او همدا راز هغوی ته د نوې کرنیزې تکنالوژي د پيژندلو په پار خپریږي.
همدا راز د ټلویزیون د کرنې او مالدارئ د برنامې د پروډيو سر په همکاری د ( کرنې او مالدارئ) تلویزیوني برنامې د ثتب دنده هم په غاړه لري. د کرنې او مالدارئ ټلویزیوني برنامه د لوی مدیریت له خوا د پنجشنبې په ورځ د مازدیګر له ۴:۰۰ بجو څخه د مازدیګر تر ۶:۰۰ بجو پورې او تکرار یې د شنبې په ورځ د سهار په ۹:۰۰ بجو په ټول هیواد کې خپریږي.
دغه آمریت په مرکز او ولایتونو کې د ترویج ریاست لخوا د جوړ شویو سیمنارونو او ورکشاپونو له جریان څخه د فلم اخیستنې دنده هم تر سره کوي
همدا راز د کرنې د ودې او د ترویج لوی ریاست د کرنیزو تبلیغاتو او تعلیماتو آمریت په بهر او کور دننه کې د روزنیزو کورسونو، سیمنارونو، ورکشاپونو او په کرونده کې د تخنیکيي او تدریسي روزنیزو لیدنو له لارې د کروندګرو، مالدارانو، بڼوالو، د ترویج مرکزي او سیمه ایزو مامورینو د وړتیا لوړولو دنده په غاړه لري.
لاسته راوړنې:
-
له ۲۰۱۷ څخه تر ۲۰۲۱ کال پورې د کرنیزو تبلیغاتو او تعلیماتو آمریت پنځه کلن پلان جوړول او د بن په غونډه کې د رپوټ د وړاندې کولو په پار یې د وزارت د دفتر ریاست مقام ته لیږل.
-
د هیواد کروندګرو، مالدارانو د ستونزو د هواري په پار د Call Center او د روشن شبکي د 2-3-4 د برنامي رامنځ ته کول.
-
د کرنیز ملي انسټیټوټ د میکانیزم، د آنلاین روزنیز سیستم، او د فوق لیسانس روزنیز سیستم رامنځته کول.
-
په ټول هیواد کې د دکروندګرو د معلوماتي او رزونیزو مرکزونو(FLRC) رامنځته کول، چې دمګړی یې په ۵ ولسوالیو کې د کرنې وزارت څانګې او د برنامو د پلي کیدو په پار جوړ کړي دي.
-
په کلنې ډول سره ۵۰۰ جلده توکي د (کتاب، نشریې، بروشر) په بڼه «د ځمکې د دوامداره پاتې کیدو، د موسمي رسالو ، د خاکسترک تاک د علمي رسالې چاپول، د نویو خوراکي توکو د محصولاتو د کچې لوړاوی، بامیې دکرنې لارې چارې ، د کرنیزو تولیداتو او د خوراکي توکو ګټې ، د ګارزو تولید او د هغې ګټې، د سمارقو پیژندنه، د کلیوالي ټولنو پراختیا، د کچالیو روزنه او کښت ، د کرنې د پلې کیدو په پار عملي طرحې، د رومي بانجانو د حاصلاتو د تولید او تنظیمولو، د ګډې څارنې او ارزونزې په پار پلان جوړونه، د سبو ګټې او د زردالیو رزونې» په بیلا بیلو برخو کې چاپول او د ویش په موخه یې د هیواد ۳۴ ولایتونو ته لیږل.
-
ترویجي منول د ۳۰۰ جلده په شمیر چاپ شوی او د ۳۴ ولایتونو د کرنې ادارو ورځنې ګټه پورته کړې ده.
-
د کرنې او مالدارئ په برخو کې د تلویزیوني او راډیويي برنامو ثبت اود کلیپونو برابرول.
-
د کروندې په اړه د کرنې برخې له ۹۶ کارپوهانو او ۱۸۰ کروندګرو سره مرکې کول، د ۷۲ کرنیزو برنامو ثبت او له ملي ټلویزيٍون څخه یې خپرول.
-
په کابل ولایت کې د هیواد د ۲۶ ولایتونو ۵۴۰ تنه کروندګرو او بڼوالو ته د (انګورو، زردالیو، بادامو، مڼو، کچالیو، رومي بانجان او پیازو ) د پروپوزل لیکنې په برخه کې روزنه ورکول.
-
په کابل ولایت کې د هیواد د ۲۶ ولایتونو ۵۴۰ بڼوالو او کروندګرو ته د کرنیز تخنیکي پروپوزل لیکنې او د میوو او سبزیجاتو کروندو په برخه کې کې رزونه ورکول.
-
د هیواد د مرکزي او سیمه ایزو ۵۰ کسه د ترویجي فني مامورینو لپاره د دوست هیواد تاجکستان لخوا په وچو سیمو کې د بڼوالی او کرنیرو فارمونو په برخه کې د تجروبو شریکولو او کانسبټ پروپوزل د تخنیکي بیا کتنې په پار رزونه ورکول.
-
د هیواد د مرکزی او سیمه ایزو ۳۰ کسه د ترویج فني مامورینو لپاره د دوست هیواد ازبکستان لخوا د کانسبت پروپوزل د علمي سیر ورکشاپ جوړول او د پنبې د کروندو او د پنبې د پروسس د ستګاوو په برخه کې د تجروبو شریکول
-
د دوست ترکمنیستان هیواد لخو د هیواد مرکزي او سیمه ایزو ۴۰ کسه د ترویج فنی مامورینو لپاره د بڼوالی او کرنیزو فارمونو په برخه کې د تجروبو شریکولو او د کانبست پروپوزل د تخنیکي بیا کتنې لیدنې په اړه رزونه ورکول.
د کرنیز تبلغاتي او تعلیماتي آمریت موخې:
د کروندګرو، مالدارانو، بڼوالو او د مرکزي او ولایتي ترویجي مامورینو وړتیاوې لوړل، د کرنیزې پرمختللې تکنالوژي پیژندنه، دمالدرائ او کرنیزو چارو د نویو سیستمونو رواجول، د کرنیزو حاصلاتو د اقتصادي کچې لوړول، د کروندګرو او د هغوی د کورنیو د اقتصادي حالت لوړول، په هیواد کې او له هیواد څخه بهر د روزنیزو کورسونو، سیمنارونو، ورکشاپونواو تخنیکي روزنیزو لیدنو او په کروندو کې د تدریس له لارې بازارموندنه کول دي.
د کتابونو، نشریو، بروشرونو، پامپلیتونو او ترویجي پیغامونو چاپ او په ټول هیواد کې یې ویش.
د کرنیزو تبلیغاتو او تعلیماتو آمریت د راډیويي برنامې(کرنه او مالدارئ) لپاره د کرنیزو او مالدارئ چارو په برخه کې د خبري موادو د تولید او برابروالي دنده په غاړه لري. نوموړې برنامه په اونئ کې دوه ځلې د افغانستان د ملي راډیو له څپو څخه خپریږي.
د (کرنې او مالدارئ) ټلویزیوني برنامه د ملي ټلویزيون د کرنې او مالداري برنامې د پروډیوسر په همکاری ثبتیږي.
د کرنیزو تبلیغاتي او تعلیماتي آمریت لرلید:
د کرنې د ودې او د ترویج د پراختیا لوی ریاست د کرنیزو تعلیماتو آمریت تل په دې هڅه کې دی، چې په هیواد کې او له هیواد څخه بهر د روزنیزو کورسونو، سمینارونو، ورکشاپونو، تخنیکي لیدونو او په کروندو کې د روزنیزو پروګرامونو جوړولو، د کتابونو ، نشریو، پروشورونو، پامپلیټونو، ترویجي پیغامونو چاپولو او د ملي راډیو ټلویزیون له لارې د کرنیزو برنامونو نشرولو په ترڅ کې غواړې، چې د هیواد کروندګر، بڼوال او مالداران له کرنیزې نوې تکنالوژی او سیستم سره د بلتیا په پار وهڅوي، ترڅو چې له دې لارې هم د هیواد اقتصادي حالت او هم د کروندګرو، بڼوالو او د هغوی د کورنیو د کرنیزو حاصلاتو اقتصادي حالت لوړ شي.
د کرنې د ودې او د ترویج د پراختیا لوی ریاست د کرنیزو تعلیماتو آمریت یو کلن او پنځه کلن پلانونه لري او هر کال د کرنیزو تبلیغاتو او تعلیماتو آمریت د خپلې شته بودیجې په ترڅ کې شاوخوا ۵۰۰ کروندګر او ۱۲۰ تنه د ترویج مرکزی او سیمه ایز کارکوونکی په هېواد کې او له هیواده بهر د رزونیزو کورسونو او سیمنارونو له لارې د کرنې او مالدارئ په بیلا بیلو برخو کې یې مسلکي او کاري وړتیاوې لوړوي.
د کرنیزو تبلیغاتو او تعلیماتو آمریت د هیواد د کروندګرو او مالدارانو کرنیز اګروتخنیک ته د هڅونې په پار یو شمیر (کتابونه، نشریې، بروشرونه، پامپلیټونه او ترویجي پیغامونه) چاپوي او همدا راز په ټول هیواد کې د کرنیزو راډيويي او ټلویزیوني برنامونو نشرول دي، ترڅو له دې لارې د هیواد او کروندګرو په کرنیزو حاصلاتو کې زیاتوالی راشی. کروندګر او مالدار کرنیز اګروتخنیک نوي سیستم ته وهڅول شي او هیواد مو پر ځان د بسیاکیدو په لور برابر شي.