د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د تخار ولایت له والي سره وکتل

mail-admin
Tue, Sep 03 2024 9:45 AM
دیدار معین مالی و اداری وزارت زراعت با والی ولایت تخار

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال ملا اغاجان اخند «حاجي سالم» تخار ولایت ته دخپل سفر په ترڅ کې د یاد ولایت والي مولوی عبیدالله امین زاده او ددغه ولایت له سیمه ییزو چاراکو سره وکتل.
 په دې غونډه کې د بزګرانو د اضافي غنمو د پېر او زېرمه کولو، د عشر او زکات په راټولولو کې د همغږي رامنځته کولو، د عایداتي سرچینو د زیاتوالي، د استرداد شویو ځمکو د اجارې او د مخابراتي انتنونو دتشخیص په اړه خبرې اترې وشوې.
د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال ملا اغاجان اخند وویل: «دا یو ښه انتخاب دی، چې د کروندګرو اضافي غنم پېرل او زېرمه کېږي او په بېړنیو حالاتو، کړکیچ او د غنمو د بیو د کنټرول په وخت کې ترې ګټه پورته کېږي. دا د امیرالمؤمین حکم دی او پر بزګرانو یې لورېینه ده.»
د تخار والي مولوي عبیدالله امین زاده په دې ناسته کې وویل: «د تخار ولایت د ډېرو اوبو او مناسب اقلیم په درلودو سره دکرنې په برخه کې مخکښ ولایت دی، له بزګرانو څخه د اضافي غنمو د راټولولو او نورو برخو کې، موږ ستاسو په چوپړ کې يو.»
په ورته وخت کې د کرنې وزارت د ستراتیژیکو زېرمو رییس مولوي قدرت الله حقیار د غنمو دپېر او زېرمه کولو بهیر تشریح کړ او زیاته یې کړه: «موږ د امیر المؤمنین حفظ الله د فرمان له مخې له بزګرانو اضافي غنم پېرو او زېرمه کوو یې، د دې کار موخه د بزګرانو ملاتړ دی او مثبت اړخونه یې د بیو د لوړېدو مخنیوی، د احتکار مخنیوی او په مناسب وخت کې ترې ګټه پورته کول دي.»
د حقيار په وينا، اضافي غنم په مستقيم ډول له کروندګرو څخه اخيستل کېږي او د لېږد ټول لګښت يې د کرنې وزارت پر غاړه ده، سربېره پر دې ماليه یې هم معاف ده او د کروندګرو او دکرنې ادارې تر منځ يو پروتوکول لاسليک کېږي او غنم په مناسبه بیه اخیستل کېږي.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت چارواکي په پام کې لري، چې د هغو ولایتونو د کروندګرو اضافي غنم، چې د غنمو کرنه او حاصلات یې زیات وي، وپېري او زېرمه یې کړي، ترڅو د اړتیا په وخت کې ترې اغېزمنه ګټه واخیستل شي.

دیدار معین مالی و اداری وزارت زراعت با والی ولایت تخار
ملا آغاجان آخند «حاجی سالم» معین مالی و اداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری  در جریان سفر به ولایت تخار با مولوی عبیدالله امین زاده والی آن ولایت  و مسوولین محلی آن ولایت دیدار کرد.
در این دیدار، پیرامون خریداری و ذخیره سازی گندم مازاد دهاقین، انسجام در جمع آوری عشر و زکات، افزایش منابع عایداتی، اجاره دهی زمین‌های استرداد شده و تشخیص آنتن های مخابراتی بحث و گفتگو صورت گرفت.
ملا آغاجان آخند معین مالی و اداری وزارت زراعت گفت:« گزینه خیلی خوب است که گندم مازاد دهاقین خریداری و ذخیره سازی شود و در موقع اضطرار، بحران و کنترول قیمت گندم در باز از آن استفاده نماییم، این حکم امیرالمومنین است و لطف آن برای دهاقین.»
مولوی عبیدالله امین زاده والی ولایت تخار در این دیدار گفت:« ولایت تخار با داشتن آب فراوان و اقلیم مناسب از ولایات پیشتاز در عرصه زراعت است، اقدامی که روی دست گرفته شده که جمع آوری گندم مازاد دهاقین است و سایر اقدامات ما در خدمت هستیم.»
در همین حال مولوی قدرت الله حقیار رییس ذخایر استراتژیک وزارت زراعت روند خریداری و ذخیره سازی گندم را بیان کرده علاوه کرد:« ما بر اساس حکم امیرالمومنین گندم مازاد دهاقین را خریداری و ذخیره سازی می‌نماییم هدف از این کار حمایت و پشتیبانی از دهاقین،  جلوگیری از بلند رفتن قیمت، جلوگیری از احتکار و استفاده آن در موقع مناسب از جنبه‌های مثبت این کار است.»
به گفته حقیار، گندم مازاد به طور مستقیم از دهاقین خریداری می‌شود، و تمام مصارف انتقال آن به دوش وزارت زراعت است، بعلاوه مالیه از آن معاف است، و پروتوکول بین دهقان و اداره زراعت امضا می‌شود و گندم به قیمت مناسب خریداری می‌گردد.
مسوولین وزارت زراعت، آبیاری و مالداری در نظر دارد که گندم مازاد دهاقین را در ولایت‌های که گندم بیشتر کشت و حاصلات دارند خریداری و ذخیره سازی نماید و در موقع نیاز از آن استفاده موثر صورت گیرد.

Latest news

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

BACK TO NEWS