ننګرهار کې د تازه مېوو یو ورځنی نندارتون دائر شو

mail-admin
Tue, Jun 25 2024 11:22 AM
ننګرهار کې د تازه مېوو یو ورځنی نندارتون دائر شو

۵ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۸ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست له لوري د دغه ولايت د اوړي موسم د تازه مېوو يو ورځنی نندارتون ددې ولایت د مقام په انګړ کې دائر شو.
د ياد نندارتون پر مهال د ننګرهار والي ملا محمد نعيم اخند، د ولایت مرستيال مولوي سعيد احمد بنوري، دفتر رییس مولوي شاهد نوراني، د کرنې وزارت د څېړنو لوی رییس مولوي نصرت الله طلحه، دننګرهار د کرنې رییس مولوي محمد ولي محسن او د يو شمېر نورو ادارو مسئولینو او استازو حضور درلود.
د ننګرهار مرستيال والي مولوي سعيد احمد بنوري وويل، چې له دې نندارتون څخه موخه هېوادوالو ته د خپلو مېوو په اړه د معلوماتو ورکول او ورته پيغام رسول دي، ترڅو په مناسبو سيمو کې د دې مېوو بڼونه جوړ او پرمټ يې حلال رزق ترلاسه کړي.
ښاغلی بنوري وويل: «موږ خپلو اړوندو ادارو سره په ګډه کار کوو ترڅو په ولسواليو کې کرنې، بڼوالۍ او مالدارۍ سکتور ته پراختيا ورکړو او په دې سره ځان بساينې ته نږدې شو.»
د ننګرهار مرستیال ولي وویل، چې ددې ولایت بزګرانو او مالدارانو ته به ځانګړې پاملرنه کوي.
 په همدې حال کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د څېړنو لوی رییس مولوي طلحه وويل، چې هڅه کوي په دې ولايت کې د خرما او ستروسو بېلابېلو ډولونو بڼونه جوړ کړي همدا راز به بزګرانو او بڼوالو ته د ښه حاصل او بازار موندنې په برخه کې لازمې اسانتياوې رامنځته کړي.
د ننګرهار د کرنې رییس مولوي محمد ولي محسن وويل، چې په ننني نندارتون کې د اوړي موسم د هغو مېوو بېلابېل ډولونه نندارې ته اېښودل شوي، چې تازه رسيدلي دي. نوموړي زياته کړه، چې په دې مېوو کې شپږ ډوله الوچې، دوه ډوله انګور او يو ډول انځر شامل دي.
هغه د الوچو د ډولونو نومونه پرچون، کتلينا، فضل مناني، تاشقر غاني، لال خون او زرد، د انځر نوعه تاشقر غاني او د انګورو ډولونه فليم سيډليس او بليک امريلډ ياد کړل.
د يادونې ده، چې د ننګرهار د کرنې رياست د بڼوالۍ پراختيايي مرکز اړوند  فارم جديد کې اووه ملي کليکسيونونونه او اووه ننداریز بڼونه دي، چې په کې د انار ۷۹، ستروسو ۷۶، املکو ۲۴، زيتون ۱۰، خرما ۶، لوکاټ ۱۲، انځر ۱۶، شفتالو ۸، زردالو ۸، الوچه ۸، انګور ۲، ناک ۱، زردالو ۷، ستروس تجربوي ۹ او یو تنه انار ۳ چې جمله ۲۵۱ نوعې کيږي تر څېړنې لاندې دي.
بايد وويل شي، چې ننګرهار ولايت د سړې، معتدلې او ګرمې ابُ هوا لرونکی ولایت دی، چې له نېکه مرغه په کې لسګونه ډوله مېوې او سابه کرل کېږي.

Latest news

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

BACK TO NEWS