د کرنیزو پروژو په تطبیق کې د جوزجان د سیمه ییزو چارواکو د همکارۍ جلبولو په پار د کرنې وزیر هڅې

mail-admin
Mon, Jun 24 2024 3:31 PM
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري او ورسره مل پلاوي، چې د کرنې وزارت د بېلابېلو څانګو رییسان او متخصصین په کې شامل دي، جوزجان ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولایت والي قاري ګلحیدر شفق په شتون کې د یاد ولایت د امارتي ادارو له رییسانو سره وکتل.

۴ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۷ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري او ورسره مل پلاوي، چې د کرنې وزارت د بېلابېلو څانګو رییسان او متخصصین په کې شامل دي، جوزجان ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولایت والي قاري ګلحیدر شفق په شتون کې د یاد ولایت د امارتي ادارو له رییسانو سره وکتل.
په دې ناسته کې د کرنې وزیر عصري کرنې او د څارویو نسل اصلاح ته د بزګرانو د هڅونې او ذهنیت ورکولو او دغه راز د خاورې د مدیریت په اهمیت خبرې وکړې.
د کرنې وزیر زیاته کړه، چې بزګران او مالداران هر کال ډېرې خوارۍ ګالي خو د دوی د هڅو پایله ډېره کمه ده، ځکه دوی په زړې او پخوانیو لارو چارو کار کوي، اړتیا ده چې د دوی فکر بدل شي او دوی ته دا انګېزه ورکړل شي، چې له عصري کرکیلې سره ځان بلد او د نسل په بدلون سره خپل څاروي اصلاح کړي.
د جوزجان والي هم د خپلې همکارۍ او ملاتړ ژمنه اعلان کړه او حاضرو مشرانو ته یې لارښوونه وکړه، چې په جوزجان ولایت کې د کرنې وزارت د پروژو د تطبیق په برخه کې لازمه همکاري وکړي.
ورپسې د جوزجان د علماوو شورا رییس مولوي خیرالله خبرې وکړې او د کرنې وزیر د خبرو په تائید یې وویل، چې د امارت د مشرانو او د دین د اصولو اطاعت په هر فرد واجب دی، خدای دې موږ ته د دې توان راکړي، چې موږ و کولای شو د خلکو خدمت وکړو، د خلکو لپاره کار کول یو له دیني مکلفیتونو څخه دی، که خلک ناراضه وي نو خدای به له موږ څخه ناراض وي.
د کرنیزو پروژو د تطبیق په موخه د همغږۍ دغه غونډه په داسې حال کې جوړېږي، چې د کرنې وزیر له دې وړاندې هم د سرپل او فاریاب ولایتونو له سیمه ییزو چارواکو سره دا ډول غونډې کړې دي.


تلاش وزیر زراعت جهت جلب همکاری مسوولان محلی جوزجان در تطبیق پروژه‌های زراعتی 
۳ سرطان ۱۴۰۳ هـ.ش
مولوی عطالله عمری‌ وزیر زراعت و هیئت همراهش که متشکل از شماری از روئسا و متخصصین بخش‌های مختلف وزارت زراعت می باشد در جریان سفر به ولایت جوزجان در حضور داشت  قاری گلحیدر‌ شفق والی آن ولایت نشست مشترک را با روسا ادارات امارتی آن ولایت دایر نمود.
در این نشست وزیر زراعت در مورد تشویق ‌و ذهنیت دهی دهقانان برای روی آوردن زراعت نوین ‌ و اصلاح نسل حیوانات سخن گفت ‌و همچنان در مورد اهمیت  مدیریت خاک صحبت کرد. 
وزیر زراعت افزود دهقانان و مالداران همه ساله زحمت زیاد متحمل می‌شوند و حاصل زحمت آن محصول بسیار ناچیز چون به روش سابقه پیش می‌روند نیاز است که فکر شان  تغییر کرده و انگیزه داده شوند تا با زراعت مدرن آشنا و حیوانات شان را با  تغییر نسل اصلاح بدهند.
والی جوزجان نیز تعهد همکاری ‌و حمایتش را اعلان نمود و به روسای حاضر هدایت داد که همکاری لازم را در جهت تطبیق پروژهای وزارت زراعت در ولایت جوزجان انجام دهند.
بعدا مولوی خیرالله رئیس شورای علمای جوزجان صحبت کرد و‌‌ با حمایت از سخن‌های وزیر زراعت گفت که اطاعت از اوامر‌ بزرگان امارت و اصول دین برای همه واجب است، خداوند توفیق بدهد که ما بتوانیم به مردم خدمت کنیم یکی از وجایب دینی است تا به مردم کار‌ کنید اگر مردم ناراض باشد خداوند از ما ناراض می‌شد. 
این نشست هماهنگی جهت تطبیق پروژهای زراعتی در حالی برگزار می‌شود که پیش از این نیز وزیر زراعت چنین نشستی را با مسوولان محلی ولایت های سرپل و فاریاب نیز برگزار کرده است.

Latest news

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

BACK TO NEWS