د کرنې وزارت د تخنیک او ټرانسپورټ نوی رییس معرفي شو

mail-admin
Sun, Jun 23 2024 10:53 AM
د کرنې وزارت د تخنیک او ټرانسپورټ نوی رییس معرفي شو

۳ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۶ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق 
د کرنې وزارت په وړاندیز او د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء د حکم پر بنسټ مولوي شمس الله محمد د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د تخنیک او ټرانسپورت د رییس په توګه  تر ګمارنې وروسته ددې وزارت د مرستیالانو له خوا د یاد ریاست کارکوونکو ته ورپېژندل شو.
دهغه پروګرام په ترڅ کې، چې د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني، د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال مولوي باز محمد فیضان او د کرنې وزارت د یو شمېر رییسانو او کارکوونکو په ګډون جوړه شوې وه، مولوي شمس الله محمد د تخینک او ټرانسپورټ د رییس په توګه رسماً معرفي او خپل کار یې پیل کړ. 
په دې پروګرام کې د کرنې وزارت مرستیالانو د چارو په پرمختګ کې په اخلاص او تقوا ټینګار وکړ او په ورسپارل شویو چارو کې یې دتخنیک او ټرانسپورټ د نوي رییس د بریالیتوب هیله وکړه.
مولوي شمس الله محمد تر دې وړاندې د خصوصي سکتور د پراختيا رياست، د عشر او زکات د لوی رياست او د کرنې وزارت د اوبو لګولو او طبيعي سرچينو د سلاکار په توګه دندې ترسره کړې دي.

معرفی رییس جدید تخنیک و ترانسپورت وزارت زراعت 
۳ سرطان ۱۴۰۳ هـ.ش
مولوی شمس الله محمد به اساس پیشنهاد وزارت زراعت، آبیاری و مالداری و منظور مقام ریاست الوزرا امارت اسلامی افغانستان به حیث رییس تخنیک و ترانسپورت تعین و از سوی معینان این وزارت به کارمندان آن اداره معرفی شد.
طی برنامهای با حضور مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری، مولوی بازمحمد فیضان معین آبیاری و منابع طبیعی و شماری از روئسا و کارمندان وزارت زراعت مولوی شمس الله محمد رسما به حیث رئیس تخنیک و ترانسپورت معرفی و به کارش آغاز کرد.
در این برنامه معینان وزارت زراعت تاکید بر در نظر گیری اخلاص و تقوا در پیش برد امور کرده و خواستار موفقیت رئیس جدید تخنیک و ترانسپورت در پیش برد امور محوله شدند.
مولوی شمس الله محمد پیش از این در بست‌های ریاست توسعه سکتور خصوصی، ریاست عمومی عشر و زکات و مشاوریت معین آبیاری و منابع طبیعی وزارت زراعت ایفای وظیفه نموده است.

Latest news

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

BACK TO NEWS