د جوزجان ولایت د خواجه دوکوه ولسوالۍ له مشرانو او مخورو سره د کرنې وزیر لیدنه

mail-admin
Mon, Jun 10 2024 9:08 AM
دیدار وزیر زراعت با بزرگان و متنفذین ولسوالی خواجه دوکوه ولایت جوزجان 

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاء الله عمري د جوزجان ولایت د خواجه دوکوه ولسوالۍ له یو شمېر قومي مشرانو او مخورو سره وکتل او د هغوی ستونزې او وړاندیزونه یې واورېدل.
په دې کتنه کې د خواجه دوکوه ولسوالۍ مشرانو او مخورو د کرنې، اوبولګولو، مالدارۍ او نورو برخو کې خپلې ستونزې د کرنې له وزیر سره شریکې کړې او په اړوندو برخو کې یې د کرنې وزارت د همکارۍ غوښتنه وکړه.
دوی همدا راز د څښاک د اوبو او د کرنیزو اوبو د کمښت په برخه کې خپلې ستونزې د کرنې وزیر ته وړاندې کړل او د حل په برخه کې یې د کرنې وزارت د جدي پاملرنې غوښتنه وکړه.
په ورته وخت کې د کرنې وزیر د دوی د ستونزو له اورېدو وروسته د هېواد د بېلابېلو ولایتونو د اوسېدونکو د ستونزو د حل په برخه کې د کرنې وزارت د ژمنو په اړه خبرې وکړې او هغوی ته یې د خواجه دوکوه ولسوالۍ د اوسېدونکو د ستونزو دحل په موخه د کرنې وزارت له لوري د لازمو همکاریو ډاډ ورکړ. 
د خواجه دوکوه ولسوالۍ د افغانستان په شمال کې د جوزجان ولايت له ولسواليو څخه ده، چې د شبرغان ښار شمال لوېديځ ته په ٣١ کيلومترۍ کې پرته ده.

دیدار وزیر زراعت با بزرگان و متنفذین ولسوالی خواجه دوکوه ولایت جوزجان 
مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری با شماری از بزرگان و متنفذین محلی ولسوالی خواجه دوکوه ولایت جوزجان دیدار کرده و مشکلات و پیشنهادات شان را استماع نمود.
در این دیدار بزرگان و متنفذین ولسوالی خواجه دوکوه مشکلات شان را در بخش زراعت، آبیاری و مالدار و سایر بخش‌ها با وزیر زراعت شریک ساخته و خواستار همکاری وزارت زراعت در بخش‌های مربوطه شدند.
آنها همچنان مشکلات شان را در بخش کمبود آب آشامیندنی و آب زراعتی به وزیر زراعت بیان کرده و خواستار توجه جدی وزارت زراعت در حل آن شدند.
در همین حال وزیر زراعت پس از استماع مشکلات آنها از تعهد وزارت زراعت جهت حل مشکلات باشنده گان ولایت های مختلف کشور سخن زده و اطمینان همکار لازم را از جانب وزارت زراعت در جهت مشکلات باشنده گان ولسوالی خواجه دوکوه بریشان سپرد.
ولسوالی خواجه دوکوه یکی از ولسوالی‌های ولایت جوزجان در شمال افغانستان است که در ۳۱ کیلومتری شمال غرب شهر شبرغان موقعیت دارد.

Latest news

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

BACK TO NEWS