د مرابحې او وکالې په بڼه د اسلامي چوپړتیاوو ۴۰۰ میلیونه افغانۍ ورکړه ومنل شوه

mail-admin
Mon, Apr 08 2024 10:02 AM
د مرابحې او وکالې په بڼه د اسلامي چوپړتیاوو ۴۰۰ میلیونه افغانۍ ورکړه ومنل شوه

د کرنې او مالدارۍ په سکټور کې د پانګونې په موخه د مرابحې او وکالې په بڼه د اسلامي مالي چوپړتیاوو له لارې د  ۴۰۰ میلیونه افغانیو د ورکړې طرحه د کرنې د پراختیا صندوق د مدیره پلاوي په غونډه کې چې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ په وزارت کې دکرنې او مالدارۍ مرستیال مولوی صدراعظم عثماني په مشرۍ جوړه شوې وه ومنل شوه.
په همدې موخه د کرنې وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال  مولوي صدراعظم عثماني، د مالیې وزارت مالي او اداري مرستیال مولوی عبدالقدیر احمد او د کرنې د پراختیا وجهي صندوق چارواکو په شتون کې، د کرنې او مالدارۍ په سکټور کې د پانګونې لپاره د مرابحې او وکالې په بڼه د ۴۰۰ میلیونه افغانیو د ورکړې د څرنګوالي په موخه غونډه دائره شوه، چې په دې غونډه کې  د غوښتونکو د غوښتنې په پام کې نیولو سره، د افغانستان اسلامي بانک او افغان یونایټډ بانک ته د کرنې او مالدارۍ په برخه کې د کار په موخه د اسلامي مالي خدمتونو له لارې د ۴۰۰ میلیونه افغانیو ورکړه ومنل شوه.
په دې غونډه کې دکرنې دپراختيا صندوق رييس انجنير عبدالغفور غفاري، د کرنیزو تخمونو د تصدیق ورکونې رییس مولوی صدیق الله رحماني او دکرنې او مالدارۍ د برخې یوشمېر کارپوهانو هم شتون درلود.
یاد اسلامي مالي خدمتونه د بزګرانو او مالدارانو د ملاتړ او د کرنې او مالدارۍ سکتور د ودې او پراختیا لپاره د ټاکل شويو معیارونو سره سم غوښتونکو لپاره ورکول کېږي.

پرداخت  مبلغ ۴۰۰ میلیون افغانی خدمات مالی اسلامی به شکل مرابح و وکاله منظور شد
پرداخت مبلغ ۴۰۰ میلیون افغانی خدمات مالی اسلامی به شکل مرابحه و وکاله از سوی صندوق انکشاف زراعت جهت سرمایه گذاری در سکتور زراعت و مالداری طی جلسه‌ای که در وزارت زراعت، آبیاری و مالداری تحت سرپرستی مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری دایر شد بود منظور شد.
این جلسه با  حضور مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری وزارت زراعت، مولوی عبدالقدیر احمد معین مالی و اداری وزارت مالیه، مسوولان صندوق انکشاف زراعتی به منظور بررسی چگونگی  پرداخت  ۴۰۰ میلیون افغانی پول به شکل مرابحه  و وکاله جهت سرمایه‌گذاری در بخش زراعت و مالداری برگزار شد در جلسه یاد شده  پس از ملاحظه درخواست متقاضی‌ها پرداخت ۴۰۰ میلیون افغانی خدمات مالی اسلامی به شکل مرابحه و وکاله برای بانک اسلامی افغانستان و افغان یونایتد بانک برای کار و بار زراعت و مالداری منظور گردید.
 در این جلسه انجینر عبدالغفور غفاری رئیس هیئت عامل صندوق انکشاف زراعت (ADF)، مولوی صدیق الله رحمانی رئیس تصدیق دهی تخم‌های بذری، و متخصصان بخش زراعت و مالی حضور داشتند.
این خدمات مالی اسلامی به منظور حمایت از دهقانان و مالداران و رشد و انکشاف سکتور زراعت و مالداری برای متقاضیان طبق معیارهای تعین شده پرداخت می‌گردد.

Latest news

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

BACK TO NEWS