د کرنې وزارت چارواکو د پاکستان د سوداګرۍ وزارت له پلاوي سره وکتل

mail-admin
Thu, Mar 28 2024 10:38 AM
د کرنې وزارت چارواکو د پاکستان د سوداګرۍ وزارت له پلاوي سره وکتل

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت چارواکو ددې وزارت د مالدارۍ او حیواني روغتیا لوی رییس مفتي ذاکر الله ذاکر او د بوټوساتنې او قرنطین رییس انجنیر عتیق الله مسلم په حضور کې د پاکستان د سوداګرۍ وزارت مرستیال محمد خورم اغا په مشرۍ له پاکستان څخه راغلي پلاوي سره وکتل. 
په دې کتنه کې دواړو لورو د هېواد په پنځه ډوله مېوو باندې د پاکستان د ترجعي تعرفې، په پاکستان کې د افغانستان د صادراتي پنبې د بیا فومګېشن او د دواړو هېوادونو ترمنځ د قرنطین د سندونو په اړه بحث او خبرې اترې وکړې.
په دې کتنه کې د کرنې وزارت چارواکو د افغانستان پر پنځه ډوله مېوو (بادام، انار، انګور، ممیزو، زردالو او مڼو) د پاکستان د تعرفې د کمولو په اړه خپلې غوښتنې د پاکستان د پلاوي له چارواکو سره شریکې کړې او غوښتنه یې وکړه، چې دغه تعرفې صفر ته راټیټه او یایې کچه ټیټه کړي.
په ورته وخت کې په پاکستان کې د افغاني پنبې د نه فوموګېشن موضوع هم د افغانستان د اسلامي امارت د کرنې وزارت د چارواکو له خوا د پاکستان له پلاوي سره مطرح شوه. د کرنې وزارت د قرنطین د څانګې د مسوولینو په وینا، له نړۍوالو معیارونو سره سم، په کمه موده کې د پنبې او نورو کرنیزو محصولاتو بیاځلې فوموګېشن کول د یادو توکو د زیانمنېدو لامل کېږي.
ټاکل شوې، چې په راتلونکو دوو اوونیو کې به د دواړو هېوادونو د قرنطین څانګو چارواکي د دواړو هېوادونو ترمنځ د قرنطین د ستونزو د حل په موخه آنلاین غونډه وکړي.

دیدار مسوولان وزارت زراعت با هیئت وزارت تجارت کشور پاکستان 
مسوولان وزارت زراعت، آبیاری و مالداری با حضور مفتی ذاکر الله ذاکر رئیس عمومی مالداری و صحت حیوانی و انجنیر عتیق الله مسلم رئیس حفاظه نباتات و قرنطین این وزارت با هیئتی از کشور پاکستان که به رهبری محمد خورم آغا معین وزارت تجارت آن کشور به افغانستان آمده بودند دیدار کردند.
در این دیدار دو طرف پیرامون تعرفه ترجعی کشور پاکستان بر پنج نوع میوه جات کشور، فومگیشن دوباره پنبه صادراتی افغانستان در پاکستان و شریک سازی اسناد قرنطین میان دو کشور بحث و تبادل نظر کردند.
در این نشست مسوولان وزارت زراعت در خواست های خود را مبنی بر کم شدن تعرفه ترجعی کشور پاکستان  بالای پنج نوع میوه افغانستان (بادام، انار، انگور، کشمش، زردالو و سیب) به مسوولان هیئت کشور پاکستان بیان کرده و خواستار به صفر رسانیده و یا کاهش آن شدند.
در همین حال موضوع عدم  فوموگیشن دوباره پنبه افغانستان در کشور پاکستان نیز درخواست‌های بود که از جانب مسوولان وزارت زراعت امارت اسلامی افغانستان با هیئت کشور پاکستان مطرح شد به گفته مسوولان بخش قرنطین وزارت زراعت مطابق به معیار های بین الملی فوموگیشن دوباره  در یک محدوده زمانی کوتاه باعث متضرر شدن پنبه و سایر محصولات زراعتی  می گردد.
قرار است در دو هفته آینده مسوولان بخش قرنطین دو کشور نشست آنلاینی را به منظور حل مشکلات قرنطین میان دو کشور برگزار نمایند.

Latest news

Sat, Feb 01 2025 11:27 AM
Background image

ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو فارمونو کې د مېوو بڼونه جوړ کړي 

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو څلور ګونو فارمونو کې د مالټو، زيتونو، ليمو، خرما او نورو مېوو بڼونه جوړ کړي دي.  
دغه کرنيزه پروژه،. . .

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

BACK TO NEWS