هلمند کې شنې خونې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

mail-admin
Tue, Mar 05 2024 11:36 AM
هلمند کې شنې خونې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

١٥ کب ۱۴۰۲ه‍.ش
٢٣ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۵ه‍.ق
دهلمند ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري ددې ولایت په مرکز لښکرګاه او یو شمېر ولسوالیو کې د ٦ بابه شنو خونو د جوړولو چارې بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې
دغه شنې خونې، چې د کرنې  وزارت په څه دپاسه یومیلیون افغانیو  پراختیایي بودیجې جوړې شوي دي، د یو ګډ پلاوي لخوا چې په ترکیب کې یې د ولایت مقام استازی انجنیر عبدالقادر، اقتصاد ریاست څخه عصمت الله  او د کرنې ریاست څخه انجنیر امان الله تسکین شامل دي له نږدې لیدنه او ارزونه وکړه، یاد پلاوي د پلان له مخې د قراردادي شرکت چارې وارزولې او په اړه یې د کارونو د سل سلنې پرمختګ تائید ترسره کړه.
په همدې موخه یادې خونې د موسمي نباتاتو د کرنې په موخه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې او د مؤظف پلاوي لخوا اړونده بزګرانو ته  لازمې سپارښتنې وشوې.
دغه شنې خونې په ازمایښتي ډول په دې ولایت کې د بزګرانو د ملاتړ او ددوی د اقتصادي ودې ښه کېدو په موخه رغول شوي دي.

Latest news

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

BACK TO NEWS