خوست کې د نیالګیو کښېنولو کمپاین پیل شو

mail-admin
Thu, Feb 29 2024 12:04 PM
خوست کې د نیالګیو کښېنولو کمپاین پیل شو

۱۰ کب ۱۴۰۲ه‍.ش
۱۸ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې په دې ولایت کې د «وچکالۍ سره د مبارزې په پار د نیالګیو کښېنول» تر شعار لاندې د پسرلي موسم د نیالګیو کښېنولو کمپاین د خوست مرستیال والي مولوي محبوب شاه قانت، دکرنې رییس محمد زمان عمري، د قومونو او قبایلو چارو رییس شیخ الحدیث مولوی کلیم الرحمن فاني، دکرنې وزارت د ځنګلونو د تنظیم رییس امان الله امانیار، د څړځایونو د تنظیم رییس سید احمد خالد، د خوست ولایت د امربالمعروف او نهي عن المنکر مرستیال مولوی معلم جان مدقق، د کار او ټولنیزو چارو رییس مولوی میرصاحب جان، د خوست ښاروال قاري بسم الله، د ټولګټو چارو رییس مولوي محمد الله، د قضاء امارت آمر مولوي محمد افسر، مستوفیت معاون مفتي نور الله،  د لومړی حوزې آمر مولوي محمد روف، د اسمعیل خیلو او مندوزیو ولسوال بهرام جان او یوشمېر نورو سیمه ییزو چارواکو، مشرانو او ځوانانو په شتون کې رسماً پیل شو.
په دې اړه جوړه شوې غونډه کې د خوست دکرنې رییس محمد زمان عمري د خوست دکرنې ریاست پر عمده فعالیتونو خبرې وکړې او ویې ویل:«موږ د ۱۴۰۳ کال لپاره امکاناتو ته په کتو به لازم فعالیتونه ترسره کړو چې د خوست ولایت په بېلا بېلو سیمو کې به زرګونه مثمر او غیر مثمر نیالګي کښېنول شي.»
د خوست دکرنې رییس له خوست مېشتو وغوښتل، چې په دې کمپاین کې ونډه واخلي او د خپل هېواد په زرغونتیا کې خپله ایماني او انساني وجیبه ترسره کړي.
په دې غونډه کې دغه راز د قومونو او قبایلو چارو رییس شیخ الحدیث مولوي کلیم الرحمن فاني د نیالګیو کښېنولو په ارزښت هر اړخیزه وینا ترسره کړه. دغه راز دکرنې وزارت د ځنګلونو د تنظیم رییس امان الله امانیار د ځنګلونو ساتنې او بیارغونې او د څړ ځایونو د تنظیم  رییس سید احمد خالد د طبیعي سرچینو اهمیت او ساتنې په اړه د غونډې ګډون والو ته اړین معلومات وړاندې کړل.
په همدې حال د خوست مرستیال والي د خوست دکرنې ریاست کړنې وستیال او له ټولو هېوادولو څخه یې و غوښتل، چې د نیالګیو کېنولو په دې کمپاین کې دې برخه واخلي او یو نیالګی د ځان او د ګران افغانستان لپاره کېوني، ترڅو په راتلونکې کې سمسور، زرغون او ښایسته افغانستان ولرو. 
د خوست مرستیال والي له خلکو او بزګرانو وغوښتل، چې دکرنې او مالدارۍ په برخه کې دې نه ستړې کېدونکي هلې ځلې وکړي، ترڅو هېواد ځان بسیاینې ته نږدې شي.

Latest news

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

BACK TO NEWS