د کرنې وزارت د ۱۴۰۳ مالي کال د بودیجې د طرحې چمتوکولو د کمېټې غونډه دائره شوه

mail-admin
Sun, Dec 24 2023 3:12 PM
د کرنې وزارت د ۱۴۰۳ مالي کال د بودیجې د طرحې چمتوکولو د کمېټې غونډه دائره شوه

۳ مرغومې ۱۴۰۲ه‍.ش
۱۱ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۵ ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د ۱۴۰۳ لمریز کال د بودیجې د طرحې چمتوکولو د کمېټې غونډه د دې وزارت مالي او حسابي ریاست کې د یادې کمېټې د غړو په حضور کې د هر اړخیزې او بشپړې بودیجې د طرحې چمتو کولو په موخه د خبرو اترو او نظرونو تبادلې په پار دائره شوه. 
دغه غونډه د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د مالي او حسابي رییس مولوي ضیاء الدین واقف په مشرۍ د کرنې وزارت د سکتوري ریاستونو د یو شمېر رئیسانو او ددې وزارت د مالي او پلان جوړونې د متخصصینو په حضور کې دائره شوې وه.
په دې غونډه کې حاضرو رییسانو د۱۴۰۳ لمریز کال د وړاندیز شوي بودیجې پلان د تنظیمولو په اړه خپل وړاندیزونه او نظریات شریک کړل او د راتلونکي کال په بودیجه کې یې د شاملولو غوښتنه وکړه.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاء الله عمري په لارښوونه د کرنې وزارت د متخصصینو او د سکتورونو د رییسانو په ګډون یوه کمېټه جوړه شوې، چې د راتلونکي کال لپاره د بودیجې هر اړخیز پلان چمتو کړي، چې پر بنسټ یې د هېواد بزګرانو او مالدارانو ته لاډېرې چوپړتیاوې وړاندې شي.

جلسه کمیته ترتیب طرح بودجه سال ۱۴۰۳ وزارت زراعت دایر گردید
۳ جدی ۱۴۰۲ هـ.ش    
جلسه‌ کمیته ترتیب طرح بودیجه سال ۱۴۰۳ وزارت زراعت، آبیاری و مالداری در ریاست مالی و حسابی این وزارت با حضور اعضای کمیته به منظور بحث روی چگونگی ترتیب طرح بودیجه جامع و کامل برای وزارت زراعت برگزار شد.
این جلسه به سرپرستی مولوی ضیا الدین‌ واقف رئیس مالی و حسابی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری با حضور شماری از روئسای ریاست‌های سکتوری وزارت زراعت و  متخصصان بخش پلان و مالی این وزارت  دایر گردید.
در این جلسه روساء حاضر در مورد  چگونگی ترتیب طرح بودیجه پیشنهادی سال ۱۴۰۳ پیشنهادات و نظریات شان را جهت بهبود طرح متذکره شریک ساخت و خواستار گنجانیدن آن در طرح بودیجه سال آینده شدند.
مطابق به هدایت مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری کمیته با حضور متخصصین و روئسای سکتوری وزارت زراعت تشکیل گردیده است که یک طرح جامع بودیجه برای سال آینده ترتیب نمایند تا به اساس آن خدمات بیشتری برای دهقانان و مالدارن کشور اراییه گردد.

Latest news

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

BACK TO NEWS