دکرنې وزارت د غلو دانو نوی رییس د یادې ادارې کارکوونکو ته ور وپېژندل شو

user-admin
Sat, Dec 23 2023 3:30 PM
دکرنې وزارت د غلو دانو نوی رییس د یادې ادارې کارکوونکو ته ور وپېژندل شو

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د غلودانو نوی رییس مولوی محمد اسماعیل شکیب، د یاد وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوی صدراعظم عثماني له لوري، د یولړ مراسمو په ترڅ کې ددغه ریاست کارکوونکو ته ورپېژندل شو.
د کرنې وزارت د غلو دانو د نوی رییس په پېژنده غونډه کې، چې دکرنې او مالدارۍ مرستیالۍ د غونډو په تالار کې دائره شوې وه په کې دد  یاد معینیت یوشمېر رییسانو، کارپوهانو او سلاکاران حضور درلود.
د غونډې په پیل کې د کرنې وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوی صدراعظم عثماني د اماراتي مسوولینو د مکلفیتونو په اړه خبرې وکړې او ټینګار یې وکړ چې د دولت دنده د هېواد او خلکو خدمت کول او امانت دی. نوموړي له حاضرو کسانو وغوښتل، چې د الله جل جلاله د رضا او د خلکو د ژوند د ښه والي لپاره په صادقانه او اخلاص کار وکړي، تر څو په دنیا او آخرت کې سرلوړي پاتې شي.
«خلک له موږ څخه د خدمت او کار تمه لري، د کرنې اداره تر ډېره له خلکو سره کار کوي، له همدې امله خلک تمه لري، چې موږ د دوی لپاره کار وکړو، ترڅو د کروندګرو او بزګرانو د کورنیو ستونزې راکمې شي او د دوی ژوند ښه شي.»
دغه راز په دې غونډه کې د دغه رياست د پخواني رييس د فعاليتونو قدرداني وکړه او نوي رييس ته يې د لا برياوو هيله وکړه.
ورپسې د کرنې وزارت د دفتر رییس مولوي محمد حسین خورشید د غلو دانو د نوي رییس په توګه ښاغلی مولوی محمد اسماعیل شکیب د ګمارنې په اړه  د اسلامي امارت د ریاست الوزراء د فرمان متن قرائت کړ.
د غونډې په پای کې د غلو دانو رياست پخواني رییس محمد اکبر وزيري په خپلو خبرو کې د دغه رياست د مکلفیتونو او خپلو کړنو په اړه معلومات ورکړل.

Latest news

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

BACK TO NEWS