د کرنې وزیر په لغمان کې له یوې سړې خونې څخه لیدنه وکړه
۱۱ زمری ۱۴۰۲ه.ش
۱۵ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۵ه.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاء الله عمري او ورسره مل پلاوي لغمان ولایت ته دخپل سفر په ترڅ کې په دې ولایت کې د مېوو له یوې سړې خونې څخه لیدنه وکړه او په فعالیدو یې ټینګار وکړ.
د کرنې وزیر ددې سړې خونې څخه د لیدنې پر مهال اړوندو مسوولینو ته لارښوونه وکړه، چې د لغمان ولایت د بزګرانو د مېوو د زېرمه کولو په موخه د یاد سړې خونې د فعالولو او ګټې اخیستنې په برخه کې لازم اقدامات ترسره کړي.
ياده سړه خونه د خصوصي سکټور له خوا جوړه شوې، چې اوسمهال فعالیت نه لري.
بازدید وزیر زراعت از یک سرد خانه در لغمان
۱۱ اسد ۱۴۰۲ ه.ش
مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری و هیئت همراه شان در جریان سفر به ولایت لغمان از یک سردخانه نگهداری میوهجات در ولایت لغمان بازدید کرده و تاکید بر فعال سازی آن کرد.
وزیر زراعت حین بازدید از این سردخانه به مسوولان مربوطه هدایت داد که اقدامات لازم را جهت فعال سازی و بهرهبرداری از سردخانه ذکر شده برای نگهداری میوهجات دهاقین ولایت لغمان انجام دهند.
سردخانه متذکره توسط سکتور خصوصی ساخته شده که در حال حاضر غیر فعال میباشد.