هېواد کې د څارویو د پوستکي ناروغۍ(LSD) پر وړاندې د واکسینو کمپاین دویم پړاو پیل شو
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د ملګرو ملتونو دخوړو او کرنې ادارې (FAO) په همکارۍ د هېواد په کچه د څارویو د پوستکي ناروغۍ(Lumpy Skin Disease) پر وړاندې د واکسینو کمپاین دویم پړاو پلي کړئ.
ددې برنامې په لومړی پړاو کې څه باندې ۱۵۰ زره ډوزه واکسین پلي شوې وه، خو سږکال ددې ناروغۍ تر خپرېدو مخکې د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې د لمپي اسکین څه باندې درې میلیون ډوزه واکسین پلي کېږي.
د LSD ناروغۍ پر وړاندې د واکسینو د کمپاین د دویم پړاو په پیل غونډه کې دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوی عطاءالله عمري وویل: «د کرنې وزارت چارواکي ژمن دي، چې کرنه او مالدارۍ معیاري او د هېواد اوبو مدیریت کړي، د هېواد په یوشمېر سترو ښارونو کې مو معیاري مسلخونه پرانیستل، ترڅو خلک صحي غوښې ته لاس رسی پیدا کړي.»
مولوی عطاءالله عمري زیاته کړه: «موږ له نړیوالو ادارو او بنسټونو غواړو چې په دې برخه کې له موږ سره همکاري او د مالدارۍ په برخه کې برنامې پلي کړي، چې مالدارانو ته چوپړتیاوې وړاندې شي.»
ښاغلی عمري زیاته کړه: «موږ د کرنې او مالدارۍ د ودې او پراختیا په پار لنډمهال او اوږد مهالې برنامې لرو، چې تاسو په لنډ مهال کې د دې لمپي اسکین ناروغۍ د واکسین د پلي کېدو او په اوږدمهال کې د نورو غورو برنامو شاهدان ووسئ.»
په همدې حال کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت دکرنې او مالدارۍ مرستیال مولوی صدر اعظم عثماني د څارویو ترمنځ د ناروغیو د خپرېدو مخنیوی د کرنې وزارت له مسوولیتونو وبلل او زیاته یې کړه: «دا زموږ ستر مسوولیت دی، چې ددې ناروغۍ تر خپرېدو مخکې ترې مخنیوی وکړو، په همدې موخه د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادراې «FAO» په همکارۍ د واکسینو ستره برنامه، چې درې میلیونه او ۹۰۰ زره ډوزه واکسین په کې پر څارویو پلي کېږي په لاره اچولې ده، چې ددې ناروغۍ مخنیوی ووشي.»
مولوی صدراعظم عثماني ددې ناروغۍ مخنیوی مهم وبلل او بیا خپرېدو یې هېواد ته ستر اقتصادي زیان وبلل.
په همدې حال کې دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د مالدارۍ او حیواني روغتیا لوی رییس مفتي ذکرالله د لمپي اسکین پر وړاندې د واکسینو پلي کولو پروګرام د خوړو پر خوندیتوب او اقتصادي وده کې مهم وبلل او ویې ویل، چې ددې برنامې په پلي کولو کې په ټول هېواد کې ددې ناروغۍ مخنیوی او کنټرول کېږي.
د حیواني روغتیا یوتن چارواکی ډاکټر لطف الله ددې ناروغۍ په هکله وویل: «د څاریو د پوستکي ناروغۍ د اقتصادي زیان له اړخه د طبق تر ناروغۍ ورسته ډېر د اهمیت وړ دی، دا ناروغي انسان ته سرایت نه کوي، خو انسانان ددې ناروغۍ د لېږد لامل دي، د ناروغو څارویو له غوښې او لبنیاتو څخه ګټه پورته کول کېدای شي، چې دا ناروغي انسانانو ته انتقال نه شي خو که څآروي په نورو ناروغیو اخته کړي، د یاد څاروي له غوښي او لبنیاتو څخه باید ګټه پورته نه شي.»
د پوستکي ناروغۍ یا لمپي اسکین یو وایروسي ناروغي ده، چې غواوې، مېښې او یوشمېر اوښان پرې اخته کېږي، چې د میاشو چیچلو له لارې لېږدي، او انسانانو ته نه لېږي. دا ناروغي له ۲۰۲۱ ام کال وروسته په هېواد کې شیوع شوی او یوشمېر څاروي یې له منځه وړي دي
د لامپي اسکین ناروغۍ واکسین د غواوو د معافیت سیسټم پیاوړي کوي.
مرحله دوم تطبیق واکسین بیماری جلدی حیوانات (LSD) در کشور آغاز شد
وزارت زراعت، آبیاری و مالداری در همکاری با سازمان خوارکه و زراعت ملل متحد در افغانستان دور دوم واکسین(lumpy skin disease) یا بیماری ناهنجاری پوست را در سراسر کشور بالای حیوانات تطبیق مینماید.
در دور اول تطبیق این برنامه بیش از ۱۵۰ هزار دوز واکسین تطیبیق شده بود، امسال پیش از شیوع این مرض، بیش از سه میلیون دوز واکسین لمپی اسکین در ۳۴ ولایت افغانستان تطبیق میگردد.
مولوی عطاء الله عمری، وزیر زراعت، آبیاری و مالداری در برنامه افتتاح واکسین LSD گفت« مسوولین وزارت زراعت مصمم است تا زراعت و مالداری معیاری ساخته و آبهای کشور را مدیریت کنند، ما مسلخهای معیاری را در چند شهر بزرگ کشور افتتاح کردیم تا مردم از گوشت بهشکل درست آن استفاده کنند".
مولوی عطاء الله عمری علاوه کرد، ما از سازمان و نهادهای بینالمللی تقاضامندیم تا در زمینه با ما همکاری کنند و برنامه های را در بخش مالداری و به هدف خدمات به مالداران است تطبیق نمایند ."
عمری افزود، ما برنامه کوتاه مدت و دراز مدت به خاطر رشد زراعت و مالداری داریم که شما شاهد این برنامه تطبیق واکسین لمپی اسکین در کوتاه مدت و برنامه های دراز مدت خواهید بود".
در همین حال مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری وزارت زراعت جلوگیری از شیوع بیماری میان حیوانات را از مسولیت های وزارت زراعت دانسته افزود" مسوولیت بزرگ ما است تا از این مرض پیش از شیوع دوباره جلوگیری کنیم، به همین منظور به همکاری سازمان جهانی غذا یا FAO برنامه بزرگ که سه میلیون نه هزار دوز واکسین است تطبیق میشود تا از این مرض جلوگیری شود."
مولوی صدراعظم عثمانی جلوگیری از این مرض را مهم گفته و گسترش دوباره آن را ضرر بزرگ اقتصادی کشور پنداشت.
مفتی ذکرالله رییس عمومی مالداری و صحت حیوانی وزارت زراعت تطبیق واکسین لمپی اسکین را در مصونیت غذایی و رشد اقتصادی مهم دانسته و گفت که با تطبیق این برنامه در سراسر کشور از این مرض جلوگیری و کنترول میشود.
داکتر لطف الله یکتن از مسوولان ریاست صحت حیوانی در باره این مرض گفت:« مرض لمپی اسکین حیوانی، از نگاه خسارات اقتصادی بعد از بیماری طبق حایز اهمیت است، این بیماری به انسان سرایت نمیکند اما انسان خود عامل انتقال بیماری است، استفاده از گوشت و لبنیات حیوان مریض عامل انتقال مرض به انسان نیست اما در صورتیکه دیگر امراض حیوان را مبتلا کند از خوردن آن جلوگیری شود"
بیماری نا هنجاری پوست یا LSDیک بیماری ویروسی میان حیوانات است که گاوها، گاومیش و بعضا شترها را مبتلا میسازد و توسط حشرات منتشر میشود، پس از سال۲۰۲۱ این بیماری در کشور ما شیوع بیشتر پیدا کرده و حیوانات را تلف نموده است.