د قوش تیپې کانال د ډیزاین او سروې معلومات د چارو ادارې ته وسپارل شول

user-admin
Sun, Oct 23 2022 3:32 PM
د قوش تیپې کانال د ډیزاین او سروې معلومات د چارو ادارې ته وسپارل شول

۱ لړم ۱۴۰۱ه‍.ش
۲۷ ربیع‌الاول ۱۴۴۴ ه‍.ق
د قوش تیپې کانال د سروې او ډیزاین معلومات یا ډیټا چې دکرنې وزارت له خوا د درې کالو په ترڅ کې د نږدې دوه نیم میلیونه ډالرو په ارزشت ترتیب شوې وه نن رسماً د چارو ادارې ته وسپارل شو.
د قوش تیپې کانال د سروې او ډیزاین معلومات د کرنې وزارت د رهبرۍ په سپارښتنې سره د چارو ادارې ته سپارل شوی دی. ټاکل شوې، چې د قوش تیپې کانال ډیټا په رسمي ډول د ملي پراختیا ادارې ته وسپارل شي، چې د ملي پراختیا اداره یې پر بنسټ د قوش تیپې کانال عملي چارې پرمخ یوسي.
په پام کې ده، چې د چارو ادارې، دکرنې وزارت او د ملي پراختیا ادارې د دندو د تفکیک په پار درې اړخیزه هوکړه لیک ترتیب شي، چې پربنسټ یې چارې پرمخ ولاړې شي.
دکرنې وزارت د قوش تیپې کانال د پروژې د سروې او ډیزاین د لومړنۍ مسوول په توګه د نظارت او تخنیکي مرستې پرغاړه لري او د ملي پراختیا اداره د دې پروژې د پلي کولو مسوول دی.
دا معلومات دکرنې وزارت په استازیتوب د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت سلاکاران انجنیر افضل مسعود او انجنیر خلیل عمر له خوا د چارو ادارې استازو هریو د چارو ادارې د پروژو د نظارت او همغږۍ رییس حکمتیار فیضي او د ډیزاین او طرحې رییس ولي محمد بکتاش، مولوی فیروز د اقتصاد رییس او د چارو ادارې مالي او اداري مرستیال ډاکټر حشام ته په رسمې ډول وسپارل شو.

معلومات دیزاین و سروی کانال قوش‌تیپه به اداره امور سپرده شد 
۱ عقرب ۱۴۰۱ هـ.ش
دیتا یا معلومات دیزاین و سروی کانال قوشت‌تیپه که توسط وزارت زراعت به هزینه حدود دونیم میلوین دالر در سه سال  ترتیب شده بود امروز به گونه رسمی به اداره امور سپرده شد
 دیزاین و سروی کانال قوش تیپه به اساس هدایت رهبری وزارت زراعت به اداره امور سپرده شد و  قرار است اداره امور دیتای کانال قوش تیپه را به گونه رسمی به اداره انکشاف ملی تسلیم نماید تا بر اساس آن اداره انکشاف ملی کار عملی کانال قوش تیپه را به پیش ببرد.
در نظر است که به منظور تفکیک وظایف اداره امور، وزارت زراعت و اداره انکشاف ملی تفاهم نامه سه جانبه ترتیب ‌شود که به اساس آن کار ها به پیش برده شود.
وزارت زراعت به حیث اولین مسوول  پروژه ترتیب و تهیه دیزاین و سروی کانال قوش‌تیپه مسوولیت نظارت و کمک‌های تخنیکی را به عهده دارد و اداره انکشاف ملی مسوولیت تطبیق پروژه را به عهده دارد.
این معلومات توسط انجنیر افضل مسعود و انجنیر خلیل عمر مشاورین وزارت زراعت به نماینده گی از این وزارت به ولی محمد بکتاش ریس طرح و دیزاین، حکمتیار فیضی رییس انسجام و نظارت پروژه ها، مولوی فیروز رییس اقتصاد و داکتر حشام رییس مالی و اداری اداره امور به نماینده گی از اداره امور به گونه رسمی تسلیم داده شد.

Latest news

Sat, Feb 01 2025 11:27 AM
Background image

ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو فارمونو کې د مېوو بڼونه جوړ کړي 

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو څلور ګونو فارمونو کې د مالټو، زيتونو، ليمو، خرما او نورو مېوو بڼونه جوړ کړي دي.  
دغه کرنيزه پروژه،. . .

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

BACK TO NEWS