دلغمان والي: دنيالګيو کېنولو ترڅنګ د ونو او بوټو پالنې ته هم پاملرنه وکړئ

۲۱ کب ۱۳۹۹
د لغمان په ولايت کې د کب شلمه د نيالګيو کېنولو ملي ورځ ونمانځل شوه او په ترڅ کې يې، د ۶۰ زره زينتي او ۱۰۰ زره بيرې نيالګيو د کېنولو لړۍ هم پيل شو.
په دې اړه جوړه شوې غونډه کې د لغمان والي رحمت الله يارمل، دکرنې رييس محمد جميل خوشحال او يوشمېر نورو سيمه ييزو چارواکو او ددې ولايت اوسېدونکو شتون درلود.
د لغمان والي رحمت الله يارمل ددې ولايت له اوسېدونکو و غوښتل، چې د نيالګيو کېنولو ترڅنګ دې د ونو او بوټو پالنې ته هم پاملرنه وکړي.
په همدې حال کې د لغمان دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رييس محمد جميل خوشحال ددې ولايت د سمسورتيا او زرغونتيا په اړه تر هر اړخيز مالومات وروسته وويل، چې د بڼونو جوړولو او نورو نيالګيو د کېنولو ترڅنګ به سږکال هڅه وکړي، چې په دې ولايت کې څه باندې ۱۵۰زره زينتي او د بېرې نيالګي کېنوي.
لغمان د تودو ولايتونو په ډله کې ده، چې د نيالکيو اېښودو چارې په کې د سلواغې په مياشت کې پيل او د وري تر مياشتې دوام کوي.