هلمند کې د مالدارۍ سکټور غوړېدلی او ورځ تربلې په پراخېدو ده

mail-admin
Sat, Feb 20 2021 10:43 AM
هلمند کې د مالدارۍ سکټور غوړېدلی او  ورځ تربلې په پراخېدو ده

دهقان (بزګر) اوونیزه / نورالله پتمن
هلمند د افغانستان په سویل لویدیځ کې پروت یو له هغو ولایتونو څخه دی چې د کرنې، بڼوالۍ او مالدرۍ لپاره پراخې سیمې، کرنیزې ځمکې او د اوبو کولو مهمې سرچینې لري چې هر کال یې د کرنیزو محصولاتو او مالدارۍ له لارې کروندګر او مالدارن ښه عاید لاسته راوړي او له دې لارې د ژوند لګښتونه پوره کوي. د دې ولایت ډېرى خلک په کرنه او مالدارۍ بوخت دي، چې د بېلابېلو سبو، غلو دانو او مېوو د تولید ترڅنګ، په دغه ولایت کې د مالدارۍ صنعت هم غوړېدلی دی.
د هلمند د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې د نورو اړوندو سکتورنو تر څنګ د مالدارۍ  سکتور هم د ودې او پراختیا په حال کې دی، چې په پار یې د کرنې ریاست او همکارو پروژو له لارې یو لړ پرګرامونه او برنامې هم پلي شوي دي.
د هلمند د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د معلوماتو له مخې په هلمند کې د دودیزې مالدارۍ ترڅنګ د مالدارۍ ګڼ شمېر، چې په کې «د کبانو روزنې، د شاتو مچیو، چرګانو، لړمانو، غواوو او وزو فارمونه» شامل دي شتون لري، چې یادو فارمونو څخه ډول ډول محصولات او اړین توکي لاسته راځي او یادو فارمونو کې زرګونو کسانو ته په نېغه او نانېغه توګه د کار زمینه هم برابره شوې ده.
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس زلمی الکو وایي، چې د دې ولایت د مالدارۍ سکټور د پراختیا او لا پیاوړیتا په پار یې له فارم لرونکو سره په ګډه هڅې چټکې کړي دي، چې د مالدارۍ ټولنې او له دوی سره د ثبت شویو مالوماتو له مخې دا مهال په یاد ولایت کې د چرګانو روزنې ۱۱۹ لوی او کوچني فارمونه شتون لري، چې نږدې ۵۶۱ زره او ۳۲۰ په شاوخوا کې غوښین چرګوړي او چرګان پکې روزل کېږي، چې له یادو فارمونو څخه په هرو ۴۵ ورځو کې یوزرو ۱۲۲ مټریک ټنو په شاوخوا کې غوښه تولیدېږي.
همدارنګه دکرنې ریاست په چوکاټ کې یو باب مجهزه هیچري چې د ۱۲۵زره هګیو څخه د بچیو ایستلو وړتیا لري د خصوصي سکټور په چوکاټ کې نوي په فعالیت پیل کړی دی او ترڅنګ یې د چرګانو خوراکې چمتو کولو «فیډمیل» چې په هر ساعت کې د څلور مټریک ټنه خوراکې جوړولو وړتیا لري هم فعال شوی دی.
ددې ترڅنګ په یاد ولایت کې د خصوصي سکټور له لارې د وزو روزلو دوه فارمونه هم جوړې شوي دي، چې نږدې ۳۰۰ راسه وزې د نسلونو او شېدو د تولید په موخه پکې روزل کیږي.
د هلمند د کرنې ریاست د مالوماتو له مخې د دغو فارمونو تر څنګ د غواوو روزنې برخې ته هم د مالدارانو لوالتیا د پام وړ ده، چې دا مهال په یاد ولایت کې د غوا روزنې ۶۶ فارمونه جوړ شوي  چې یوزرو ۹۸۰ راسه د شېدو غواوې پکې شتون لري. د هلمند ولایت د غواوو له شته فارمونو او د هغو مالدارانو له خوا چې په دودیزه بڼه مالدارۍ کوي د ورځې نږدې ۲۳ زره او ۴۸۰ لیټره شېدې تولید او بازار ته وړاندې کېږي. په دې ولایت کې د لبنیاتو د پلور ۶۲ بابه مرکزونه هم موجود دي.
د هلمند په ولایت کې د کرنې ریاست اړوند د مالدارۍ فارم چې د ظاهر شاه په وخت کې جوړه، خو د وروستیو جګړو له امله تخریب او غیر فعاله شوې وه، د خصوصي سکټور پر مټ بېرته فعال او د امهال پکې ۵۰ شیدې ورکونکې غواوې روزل کېږي.
د یادو فارمونو ترڅنګ په دې ولایت کې، د شاتو تولید، مچیو او کبانو روزنې فارمونه هم د یادولو وړ دي، چې دا مهال د مچیو له ۱۵۵ فارمونو څخه د کال نږدې ۱۷ ټنه شات او د کبانو له ۴۲۴ فارمونو څخه د یو زرو او ۹۰۰ ټنو غوښې په تولید سره د هلمند سربېره ګاونډیو ولایتونو ته هم صادرېږي. د هلمند د کرنې رییس زلمي الکو په وینا د کبانو صنعت د پراختیا په پار یې د کبانو رزونکو لپاره په دوه جریبه ځمکه کې یو څړنیز فارم چې د کبانو روزنې فارمونه پکې جوړ شوي دي هم جوړ کړی دی چې پکې زرګونه کب روزنکو ته عملي او نظري زده کړې ورکول کېږي. همدا شان په دې ولایت کې د لړمانو روزلو دوه ستر فارمونه هم شتون لري، چې په دواړو کې نږدې ۷۰زره او ۶۰۰ لړمان د زهرو د تولید په پار تر روزنې لاندې نېول شوي دي.
د هلمند د کرنې ریاست په وینا د مالدارۍ سکټور د لا پیاوړي کېدو او پراختیا په پار د کرنې وزارت د پراختیایي بودیجې له لارې د مصنوعي القاح یو مرکز جوړ او ګټې اخستنې ته سپارل شوي او په ورته وخت کې د مالدارۍ د ښو نسلونو  د تولید او د ناروغیو د مخنیوي  په پار نږدې ۵۱ بابه حیواني کلینیکونه هم فعالیت لري، چې چې د همدې کلینیکونو له لارې په ۱۳۹۹ کال کې نږدې یو میلیون څاروي درملنه او نږدې ۹۰۰ زره بېلابېل حیوانات واکسین شوي دي.
دغه راز په دې ولایت کې د مالدارۍ د مصنوعي القاح ۱۴ مرکزونه شتون لري، چې هرکال نږدې ۴۶۰۰ حیوانات القاح کېږي او ترڅنګ یې د طاعون او بروسلوز ناروغیو پر وړاندې هرکال نږدې ۱۳۵ زره ډول ډول حیوانات واکسینېږي.
د یاد ولایت د مالدارۍ فارمونو ته په داسې حال کې د پراختیا او ودې زمینه برابره شوې، چې د هلمند د کرنې ریاست له لورې د دې ولایت مالدارنو او فارم لرونکو ته په ګڼو برخو کې بېلابېل پراګرامونه او برنامې پلي شوي دي. روزنیزې برنامې، د مالدارانو روزل، په مرکز او ولسوالیو کې د ناروغو څارویو سمپل اخېستل، د کنې او کانګو ضد کمپاینونه په لاره اچول، دواپاشي، د واکسینونو پلي کول، عامه پوهاوی او مالدارانو ته د مالدارۍ اړوندو توکو ورکړه نورې هغه چارې دي، چې مالدارنو او فارم لرونکو ته ترسره شوي دي.

Latest news

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

BACK TO NEWS